اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داعش ډله په افغانستان کې په «بېساري ډول» ځپل شوې ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، ۳ د وږي) په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.
باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي د ننني راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې په بېساري ډول ځپل شوې او د روسیې په ګدون دې د سیمې هیوادونه له افغانستانه د داعش د ګواښ په باب اندیښنه نه کوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو څو ځله ټینګار کړی چې د دوی راتګ سره داعش ډله ځپل شوې او نور په افغانستان کې شتون نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د کابل په لویدیځ کې وروستي خونړي بریدونه چې داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست، د محرم په میاشت کې ترسره شول چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
خو د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د داعش پر شتون اندېښنه ښودلې ده.
يو شمېر نور هېوادونه هم وايي، چې د طالبانو له راتګ وروسته د داعش او القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو فعاليتونه زيات شوي دي.
له امریکا سره په لاسلیک شوي تړون کې طالبانو له واشنګټن سره ژمنه کړې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه نیسي.
خو په دې وروستیو کې امریکا اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې وژلی دی.
طالبانو تر دې وړاندې کابل کې د الظواهري وژل کیدل تایید او یا هم رد کړي نه دي؛ خو ويلي یې دي چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
د دې ډلې ویاند نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د الظواهري د وژل کېدو په اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي او وروستۍ پایلې به د څېړنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
