اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د انځرو باغونه زيات شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو دکرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول قدرت الله حميدي وايي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د انځرو باغدارۍ ته د کروندګرو پام زیات شوی او ورځ تر بلې یې باغونه وده کوي.
حميدي زیاتوي، سږکال به په ارزګان کې کروندګر له ۲زره ۹۲ هکتاره ځمکې څخه ۳زره ۵۴۱ ټنه انځر ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، دغې شمېر ته په پام سره داسې ښکاري چې سږکال د پخوا په پرتله د انځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا، دوی له ټولو کروندګرو او د انځرو له بڼ لروونکو سره په مشورو بوخت دي ترڅو د دغو بڼونو په روزنه او پالنه کې لا ښه والی راشي.
کروندګر وايي، خلکو ځکه د انځرو باغدارۍ ته مخه کړې چې ګټه يې زياته او خواري يې لږه ده.
محمدولي چې د ارزګان «دېیک» سيمه کې د انځرو د يوه باغ پالنه او روزنه کوي وايي، چې د يوه کيلو انځرو قيمت شاوخوا ۵سوه افغانۍ دی چې دغه قيمت د نورو حاصلاتو په پرتله خورا لوړ دی.
هغه وویل:«په تيرو کلونو کې موږ په خپلو ځمکو کې نور کښتونه کرل خو يو ځای مو د انځرو باغ جوړ کړ هغه بیخي زياتې پیسې راته وګټلې وروسته مو ټولي ځمکي انځر کړل.
دلته لويه ستونزه داده چې ځيني وخت د انځرو باغونه ناروغۍ کوي اومرغان پاخه انځر له منځه وړي زموږ سره باید د کرنې رياست په دغو برخو کې مرستې وکړي.»
انځر دارزګان په مرکز ترينکوټ، چناتو ولسوالۍ کې د نورو سيمو په پرتله زيات کرل شوي خو د کرنيزو چارو د کار پوهانو په وینا دارزګان ټولې سيمې د انځرو باغدارۍ ته مناسبې دي.
