اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، په دې ولایت کې یې ۲۸۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره خوراکي او نغدي مرستې ترسره کړي دي.
د کندهار له پاره د طالبانو د والي وياند حاجي زيد اطلاعات روز ته وويل، له کله نه چې په دغه ولايت کې سېلابونه جاري شوي دوی له ۲زره کورنيو سره او موسېساتو له ۸۰۰ کورنیو سره خوراکي او نغدي مرستې ترسره کړي دي.
نوموړی زیاتوي، دوی د طالبانو د سرپرست حکومت له بودیجې څخه ۱۲۰ لکه افغانۍ په سیلاب ځپلو ویشلي چې تر یوه بریده د زیانمن شویو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.
د حاجي زید په خبره، یادې مرستې د طالبانو د اقتصاد رياست، ولايت مقام، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست او ځيني نورو دولتي ادارو په ګډه تر خلکو رسولي دي.
هغه له ټولو مرستندويه موسېساتو وغوښتل ترڅو له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د نړېدلو کورونو په بيا رغونه کې یې لاس نيوی وکړي.
د يادونې وړ ده چې کندهار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ د استوګنې کورونه او ۱۵۰ شنه باغونه اوبو وړي چې صاحبان يې د بيا جوړولو وس او توان نه لري. هغوی د طالبانو له حکومت او همکارو سازمانونو غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي.
