اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د DAI په نوم يوې موسېسې پر ۷۸۰ کروندګرو د حیواني خوراکې لپاره نغدې پیسې او د درملو ویش پېل کړ.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي، چې کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د DCA موسېسې په تخنیکي او د DAI موسېسې په مالي همکارۍ په مرکز لښکرګاه، ګرشک، سنګین، نوزاد او موسی قلا ولسوالیو کي د ٧٨٠ مالدارانو سره د حیواني خوراکې لپاره د نغدو پیسو او درملو ویش پېل کړ.
هغه وايي په دې پروسه کي به هر مالدار ته د ٨٨٠ افغانیو معادل د حیواني ناروغیو ضد درمل او د حیواني خوراکې لپاره ٢زره ٦٤٠ افغانۍ په نغدي ډول ووېشل شي.
مسوولين وايي د دغو مرستو لپاره ترسره شوې سروې د کرنې رياست او يو شمير نورو ادارو د استازو لخوا په ګډه شوي او هغه کسان په نښه چې زیاته اړتیا یې درلوده.
ورته مهال هغه کسان چې د دغو مرستو څخه برخمن شوي، زياتوي چې ورستيو وچکاليو دوی ته سخت زيانونه اړولي، او د دغه ډول مرستو په ترسره کيدو سره به يې تر يو حده ستونزې حل شي.
د مرکز لښکرګاه يو تن کروندګر اخترمحمد په دي اړه وايي چې د دوی د حیواناتو لپاره دغه مرستې بسنه نه کوي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې ورسره نورې مرستې هم وشي.
افغانستان کې وچکالۍ د نورو ستونزو ترڅنګ د حيواناتو څړځايونه له منځه وړي چې ورسره مال لرونکي خلک انديښمن دي چې په راتلونکي کې به ورپاتې حيوانات هم لاسه ورکړي.
