اطلاعات روز: ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، د ملکي وګړو نیول او زنداني کول د نړیوالو بشري قوانینو او بشري حقونو خلاف عمل دی.
داسې ادعا کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پنجشیر او کاپیسا په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ملکي وګړي له «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نیولي او زنداني کړي دي.
نصیر احمد فایق نن (سېشنبه، ۱ د وږي) په یوه ټویټ کې د ملکي وګړو د نیولو د ادعا په اړه د څیړنو غوښتنه کړې ده.
طالبانو په وار وار د ملکي وګړو خپلسري نیول رد کړي او وايي چې دا ډله د اسنادو او شواهدو پر بنسټ تورن کسان نیسي.
طالبان په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو په وژلو هم تورن شوي دي.
