ننګرهار کې د بد اقتصادي وضعیت له امله ۵۰ سلنه محصلینو زده کړې پریښي دي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو محصلین وایي، چې په دې وروستیو کې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله زیاتره محصلینو خپلې زده کړې په نیمایي کې پريښي دي.

په دغه ولایت د یوه خصوصي پوهنتون دوو محصلینو رومل او اسحاق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په تیر یوه کال کې د دوی زیاتره ټولګیوال د خراب اقتصادي وضعیت له امله له زده کړو پاتې شوي دي.

هغوی اندیښنه لري که حالت همداسې دوام وکړي، نو د ځوانانو راتلوونکی به وننګوي.

اسحاق زیاتوي:«مونږ ننګرهار کې د التقوا په نامه په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځي محصلین یو، زمونږ زیاتره ټولګیوال د اقتصادي ستونزو له امله مجبور شوي چې زده کړې په نیمایي کې پریږدي او لامل یې اقتصادي ستونزې دي؛ که چیرې حالت همداسې دوام وکړي پاتې محصلین به هم زده کړو ته شاه کړي، نو له حکومت غوښتنه کوو چې باید فیسونه راکم کړي او دکار زمینه برابره کړي.»

د زرغونې په نامه یوه محصله دوه کاله یې د حقوقو پوهنځی لوستی خو اوسمهال خراب اقتصادي وضعیت دیته اړ کړې چې خپلې زده کړې په نیمایي کې پریږدي.

د ننګرهار پوهنتون انګړ چې څو تنه محصلین خپلو پوهنځیو خواته روان دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

نوموړې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له پوهنتون فراغت یې د ژوند لویه هیله وه خو اقتصادي ستونزو یې دا هر څه له خاورو سره خاورې کړل.

زرغونه زیاتوي:«زه ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دویم کال محصله وم، خو کله چې نوی حکومت رامنځته شو نو کورنۍ اقتصادي ستونزې مو زیاتې شوې، پلار به مې په کراچۍ دومره مزدوري کوي چې زمونږ نفقه برابره کړي خو د فیس د ورکړې توان نه لرو؛ نو ځکه خو مجبوره شوم چې خپلې زده کړې په نیمایي کې پریږدم له پوهنتون فراغت مې لوی ارمان خو کاش!.»

اخوا ننګرهار د خصوصي پوهنتونونو د اتحادې رییس احمد طارق کمال هم وایي، چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله په روان یوه کال کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسېسو څخه کابو پنځوس سلنه محصلینو خپلې زده کړې پریښي چې زیاته برخه کې نجوني دي.

کمال زیاته کړه:«د نوي حکومت په رامنځته کیدو سره کابو ۵۰ سلنه محصلینو په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې کم شوي او لامل یې اقتصادي ستونزې دي، په دوی کې یې زیاتره نجونې هم دي ځکه ځینې محدودیتونه او کورنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې دوی زه کړې په نیمایي کې پریږدي او خپلو زده کړو ته شاه کړي.»

په ورته مهال د پوهنتون استاد خوشال جواد وایي، د هیواد خصوصي پوهنتونو مسوولین د خلکو اوسني وضیعت ته په کتو په داسې یوې طرحه کار پیل کړی چې له مخې به یې غریبو محصلینو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي.

جواد زیاته کړه:«زمونږ غوښتنه د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو او همدارنګه له حکومت څخه دا ده، چې په داسې یوې طرحه دې کار وکړي څو ټول بې وزله محصلین زده کړي وکړي او همدارنګه نړیوال بنسټونه او موسېسات باید د خصوصي پوهنتونونو په مالي برخه کې ملاتړ وکړي.»

د معلوماتو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې شپږ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي، چې د نجونو او هلکانو په ګډون په کې دولس زره محصلین په زده کړو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه