اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د تورخم-جلال اباد پر لویه لار، طالبانو څلور تنه په رینجر وهلي یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۳۰ د زمري) د تورخم – جلال اباد پر لویه لار «کابل کمپ» سیمه کې طالبانو د رینجر موټر په وسیله څلور موټر چلوونکي وهلي، چې له امله یې یو تن ساه ورکړې او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
سرچینه وایي، چې طالبان له پېښې وروسته تښتېدلي خو ځايي اوسېدونکو او د لويې لارې موټر چلوونکو د څو شیبو لپاره یاد لاره د اعتراض په ډول د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
په ټولینزو رسنیو کې هم د یادې پېښې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي، په ویډیو کې یو کس ادعا کوي چې طالبانو په کابل کمپ سیمه کې خلک په رینجر وهلي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې طالب چارواکو نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشولو.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د تیر حکومت څخه د پاتې رینجر موټرو سره د طالبانو نابلدتیا او ګړندی تګ ښودل شوی دی.
