اطلاعات روز: له هغه وخت راهیسې چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله د رامنځته شوې نښتې له امله وتړل شوه، کابو یوه میاشت پوره کیږي چې لاهم دواړو لوریو ته تګ- راتګ ځنډېدلی دی.
د دغې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر بند پاتې او سوداګر یې له ګڼو مالي تاوانونو سره مخ کړي دي.
پر دغه لاره تلونکي موټر چلوونکي وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دې تمه دي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزه حل او لاره د تګ-راتګ لپاره پرانیستل شي.
دغه موټر چلوونکي وايي، د لارې له تړل کېدو له امله هره ورځ ورباندې د خوراک، ځای او موټر عوارضو مصارف راځي چې اوس مهال یې د ګټې پر ځای تاوان ته مخه کړې ده.
په دې اړه یو تن موټر چلوونکي محمد زمان اطلاعات روز ته وویل: «مونږ له تېرو څو اونیو راهیسې دلته په ډنډپتان ګمرک کې بند پاتې یو او ټول موټر چلوونکي په سخت تکلیف کې دي، نو نه یوازې دلته په مونږ لاره تړل شوې، بلکې هر ورځ پر مونږ د خوراک، څښاک او ځای مصارف راځي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې دغه لاره زر تر زره پرانیستل شي.»
په همدې حال کې بیا له کولې (ډبرو سکاره) بار د یو موټر ډریور هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي، چې د دواړو غاړو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې له امله اوس سیاسي ګټه پورته کیږي، چې په پایله کې یې ټول زیان موټر چلوونکو او سوداګرو ته اوښتی دی.

هغه غوښتنه وکړه، چې نور دغه ستونزه حل او د دوی په مخ ها خوا د تګ- راتګ اجازه ورکړل شي.
نوموړی وايي: «مونږ دا منو چې د پاکستان له لوري له افغانانو سره زیاتی شوی هغوی ویشتل شوي، خو له دې موضوع نوره باید طالبان سیاسي ګټه پورته نه کړي او مونږ ته اجازه راکړي چې دغه د ډبرو سکاره پاکستان ته انتقال کړو، که نور هم وځنډيږي نو بیا به ډریوران او هم سوداګر سخت زیان وویني، غوښتنه مو دا ده، چې دغه مسله ژر تر ژره حل کړي او د تګ- راتګ په مخ اجازه ورکړل شي.»
له ډنډپټان لارې په تېر کې هره ورځ سلګونه کسانو پاکستان اوښتل او هم له هغې خوا خلک تګ – راتګ پرې کوه، د دغې لارې د تړل کېدو له امله نه یوازې اوس مهال سوداګر او موټر چلوونکي له ورته ستونزو سره مخ دي، بلکې عام خلک هم د یادې لارې خلاصون ته شېبې شماري.
په دغه دروازه کې د لارې خلاصون ته په انتظار افغان مساپر هم له طالبانو غوښتنه کوي، چې پاکستاني لوري سره راپورته شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.
د دې موضوع په اړه د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي چې غوښتل یې خپل ناروغان له کرښې پورې غاړه د درملنې په موخه انتقال کړي اطلاعات روز ته داسې وویل: «مونږ دلته په شهرنو بازار کې د لارې خلاصون لپاره په کرایه اطاق نیولی دی، ناروغان دي راسره او له زرمت ولسوالۍ راغلی یم،پېښور ته روان وم، چې هلته د ټوکن اخیستلو ته لاړم طالب قومندان راته وویل، چې لاره بنده ده نو اوس نه داسې راته وايي، چې نن خلاصیږي یا سبا هغه معلومات هم نه راکوي او دلته مصارف را باندې راځي.»

اونۍ وړاندې د راپورته شوې ستونزې لپاره د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو والي هم ډنډپټان ولسوالۍ ته تللی و او هلته یې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی هڅه کوي تر څو له مقابل لوري سره خبرې وکړي، تر څو لاره خلاصه او افغان مسافر او موټر چلوونکي وکولی شي، چې بیرته په دغه لاره عادي تګ- راتګ پیل کړي.
والي د ستونزې پړه پر پاکستاني لوري ور اچولې او په افغان مسافرو یې د پاکستاني پوځیانو له لوري شوې ډزې ناسمه کړنه بللې ده.
په ورته مهال بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د ګمرکاتو عمومي رییس عبدالمتین هم هلته د موټر چلوونکو او افغان مسافرو ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې ژر به رامنځته شوي مشکلات حل کړي.
هغه وايي: «دلته رښتیا هم ستونزه راپیدا شوې او موټر چلوونکي په انتظار دي، تر څنګ یې له افغان مسافرو سره ناروغان په سیمه کې موجود دي، نو زمونږ هیله دا ده چې راپورته شوې ستونزه ژر تر ژر ه حل او په دغه لاره تګ – راتګ پیل شي.»
طالب مسوولین په داسې مهال د لارې د ژر خلاصون ډاډ ورکوي، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د ځايي خلکو په وینا په دې برخه کې هیڅ کوم پرمختګ نه دی شوی.
میاشت وړاندې پاکستاني پوځیان په ډنډپټان ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته نږدې پر افغان مسافرو ډزې کړې وې، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي و او درې نور په کې ټپیان شول.
د پټان – پاړه چنار ترمنځ غځېدلې لویه لاره له دې امله مهمه بلل کیږي، چې پر دغه لاره د پکتیا سربېره له ګڼو نورو ولایتونو هم افغان مسافر تګ – راتګ کوي او هم ورباندې سوداګریز مالونه انتقالیږي.
