اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د سيلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ارزګان ولايت د والي وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي له تيرې ورځې (شنبه، ۲۹ د زمری) راهیسي د ارزګان ولايت په مرکز او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله ۳۵۰ کورونه له منځه تللي دي.
نوموړی زیاتوي چې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «لوړسرخو» سیمه کې سیلابونو ۱۵۰ کورونه او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې ۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي خو وايي، چاته ځاني زیان نه دی اوښتي.
پوهنیار زیاتوي په چوره ولسوالۍ کې سیلابونو خلګوته مالي زیانونه اړولي خو وايي په اړه یې دقیق معلومات نه لري.
هغه وايي په دغو سيلابونو کې عامو وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې ارزګان ولايت کې د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس عبدالله خالد وايي، د ارزګان په چورې، ګيزاب، چنارتو او خاص ارزګان ولسواليو کې ۲۷۹ کورونه د سيلابونو له امله تخريب شوي دي.
هغه وايي زيانمن شویو کورنیو ته د دوی لخوا مرسته کوونکې ډلې ليږل شوي دي.
سیلابونو نه یواځې ارزګان ولایت کې خلکو ته زیانونه رسولي بلکې د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې یې خلکو د سر او مال زیان رسولی دی.
