اطلاعا روز: د ننګرهار په صنعتي پارک کې د یو ملي سوداګر له خوا د نیږدې يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د اوسپنې ويلي کولو يوې کارخونې په کار پيل وکړ.
د یادې فابریکې مالک ظاهرالله ذاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې فابریکې وسایل په نوې تکنالوژۍ او اساسي ډول سره جوړ شوي او کمه اندازه بریښنا په مصرف رسوي.
نوموړی وایي، که دولتي بریښنا ورته پر وخت ورسیږي نو فابریکه یې د ورځې د څلویښت ټنه زړې اوسپنې د ویلې کیدو ظرفیت لري.
هغه وايي، دغه کارخونه کې به د هېواد ګوټ ګوټ څخه هغه زړې اوسپنې چې مخکې به ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کېدلې همدې کارخونه کې ويلي کيږي.
ذاهد زیاته کړه:« د اوسپنې د دې فابریکې په فعالیت سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به هغه اوسپنې چې له دې مخکې بهر ته قاچاق کیدلې اوس به دلته ویلې کیږي او تولید به ترې کیږي؛ په دې کارخانه کې به د ورځې څلویښت ټنه اوسپنه ویلې کیږي خو چې بریښنا وي.»
د صنعتي فابریکو مسوولین وایي، د بريښنا پرچاوي او د حکومت له لوري صنعتي فابریکو ته نه پاملرنه هغه څه دي، چې له امله یې نه یوازې دوی ته مالي زیان اوښتی بلکې زرګونه کسان هم بې روزګاره شوي دي.
د ننګرهار په صنعتي پارک کې د اوسپنې د ویلې کېدو د اتحاديې مرستیال محمد طاهر پاچا له اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل، که د بریښنا په برخه کې یې شته ستونزې حل نشي د دغه ولایت صنعت به له منځه لاړ شی.
پاچا زیاته کړه:«د ننګرهار په صنعتي پارک له ۳۰۰ زیاتې فابریکې شته دی چې په دې کې ۱۴ یوازې د اوسپنې او همدارنګه د مرمر، مرغ دانې او نورې فابریکې چې ډیر کله د بریښنا د پرچاوۍ او نشتون له امله فعالیت نشي کولای او له کبله یې زرګونه کسان بې روزګاره کیږي او هم یې د فابریکو مالکینو ته مالي زیان رسولی له حکومت غواړو چې باید د بریښنا په برخه کې شته ستونزې حل کړي.»
بل لور ته د ننګرهار د بریښنا ریاست چارواکي صنعتکارانو ته د بریښنا په برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د بریښنا رییس مولوي جان محمد انقلابي وایي، دوی هڅې پیل کړي، چې ننګرهار کې د بریښنا پرچاوي راکمه او صنعتکارانو ته په دې برخه اسانتیاوې برابرې کړي.
انقلابي زیات کړه:«د ننګرهار د بریښنا ریاست د بریښنا د کمښت له امله اوسمهال صنعتي فابریکو ته بریښنا دولس ساعته کړې ده او دا کار مو د ګرمۍ له خاطره کړې چې مونږ مشتریانو ته هم خدامات وړاندې کړو؛ نو د هوا په سړیدو سره به بیرته فابریکو ته بریښنا۲۴ ساعته شي.»
ننګرهار کې د برېښنا پرچاوۍ نه یواځې صنعتکاران بلکې عام وګړي هم سخت اندېښمن کړي. عام خلک هم د ننګرهار په دې سختې ګرمۍ کې د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري او له چارواکو یې د حل غوښتنه کوي.
