اطلاعات روز: د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يو کس مړ شوی او اووه تنه نور ټپیان دي.
د کندهار ولايت له پاره د طالبانو د والي وياند حاجي زيد اطلاعات روز ته وويل، دغه ترافیکي پیښه نن (شنبه، ۲۹ د زمري) د دې ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د یو سوزکي ویکسر او کرولا ډوله موتر د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې یو موټر چلوونکی مړ شوی او اووه تنه نور ټپیان دي.
نموړی زیاتوي، ټپيان د طالبانو د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او د مړ شوي موټر چلوونکي جسد يې د هغه د کورنۍ غړو ته سپارلی دی.
د ترافیکي قوانینو نه مراعتول، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابولی هیواد کې د ترافیکي پیښو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
