اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز، شواک، جانيخیل او وزې ځدراڼ ولسواليو کې د څلورو «BHC» کلينيکونو د جوړېدو پرانيسته وشوه.
په دغه ولايت کې د طالبانو روغتيايي مسوولين وايي، ياد روغتيايي مرکزونه د نړيوال سازمان يا WHO په مالي ملاتړ د څه کم څلور ميليونه افغانيو په ارزښت جوړيږي، چې د هر کلينيک لپاره به د ډاکټر او يوې قابله په ګډون پنځه تنه پرسونل ورکول کيږي.
د دغې پروژې ولايتي مسوول مولا داد عابد وايي، چې د دغو روغتيايي مرکزونو لپاره ټول طبي وسايل له وړاندې پلورل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د پکتيا په لېرې پرتو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه د درملو او مسلکي روغتياپالانو له کمښت سره مخ دي.
