د طالبانو یو کلنه واکمني؛ ختیځ کې بې روزګاري اوج ته رسیدلې

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: ختیځ میشتي وایي، واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او د کار روزګار نشتون له امله زیاتره خلک اړ شوي، چې دکور وسایل په بازار کې په نیمایي بیه وپلوري.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار په بیلابیلو څلور لارو کې ګڼ شمیر ځوانان کرۍ ورځ د کار په تمه تیروي، خو ډیرو کمو ته یې کار پیدا او زیاتره یې ناهیلي کور ته ستنیږي.

د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي نعمت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جلال اباد ښار ته نه یوازې د ننګرهار بلکې د ختیځو ولایتونو ګڼ ځوانان هم د کار په موخه راځي څو ورځنى کار ومومي.

نوموړی وايي، د تیر جمهوري نظام پرمهال د ملي اردو سرباز و، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوی او هره ورځ د کار په موخه جلال اباد ښار ته راځي.

دی وایي، اوسمهال ورته د کورنۍ د پنځلس غړو سرپرستي ور تر غاړې ده، خو اقتصادي ستونزو او  د کار نشتون یې د ژوند لوری ورک کړی دی.

ننګرهار کې د کار په لټه ناست خلک چې کرۍ ورځ د سړک پر غاړه ناست وي ترڅو یو کس یې د کار لپاره له ځان سره یوسي. انځور: اطلاعات روز

نعمت الله زیاتوي:«په تیر نظام کې د ملي اردو سرتیری وم، شپږ کاله مې دنده ترسره کړې اود مخابرې په برخه کې مې زده کړې هم کړي، اسناد لرم خو له کله چې طالبان واک ته رسیدلي بې روزګاره شوی یم او له زیاتو ستونزو سره مخ یم؛ څو ځلې دولتي ادارو ته ورغلی یم خو هغوی د رد ځواب راکړي.»

اخوا د لغمان اوسیدونکي هم شکایت کوي چې د سیاسي تحولاتو وروسته په دغه ولایت کې بې روزګاري زیاته شوې چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د خلکو په خبره د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د ځوانانو بې کاري تر وروستي بریده رسېدلې، چې له امله یې ګڼ ځوانان په نشو روږدي شوي دي.

د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار ته د کار په لټه راغلو خلکو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په هېواد کې وروستي سیاسي تحول سره يې کاروبارونه خراب شوي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اکبر شاه د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د کار په لټه مهترلام ښار ته راغلي، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره یې په خبرو کې وویل، چې په کور دننه د کارونو د نشتوالي له امله ډېری ځوانان اړ کېږي چې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ځانونه واړوي، خو په خبره یې چې وروستي بدلون سره دا چاره هم ناممکنه شوې ده.

لغمان کې کاریګر وایي، د کار نشتون له امله ځوانانو بهر هیوادونو ته مخه کړې ده. انځور: اطلاعات روز

اکبر شاه زیاته کړه:«له کله چې سیاسي بدلون رامنځته شوې او نظام بدل شوی کار کسب نشته او هره ورځ راځو د کار لپاره خو ډیر وخت مونږ ته کار نه پیدا کیږي، بس څه وکړو هلته یې رانه کورنۍ غواړي چې باید مزدوري وکړو؛ خو دلته چې راشو بیا راته کار نه پیدا کیږي.»

زیاتره ځوانان ولاړل ترکې او ایران ته ځینې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او ځینې بیا ځان تر منزله رسوي، خو له حکومت غوښتنه کوو چې ځوانانو ته دې د کاروبار زمینه برابره کړي.»

بل لور ته نورستان میشتي هم شکایت کوي او وایي ، د طالبانو دحکومت یو کال پوره کیږي خو تراوسه یې په دغه ولایت کې بنسټیزې پروژې او نور کارونه په ټپه ولاړ دي؛ چې له امله یې د نورستان خلک له ګڼو ستونرو سره مخ دي.

د نورستان د مرکز پارون یو اوسیدونکي هدایت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،یو شمېر ځوانان چې په دې وروستیو کې بې کاره شوي اړ دي پاکستان او نور هېوادونو ته د مزدورۍ په موخه لاړ شي خو ګاونډي هېوادونه هم اوس اجازه نه ورکوي تر څو لاړ شي او کار وکړي.

هغه وایي، تمه یې درلوده چې د طالبانو نوی حکومت به خلکو ته دکار زمینه برابره کړي، خو وایي دا هیلې یې اوس ورځ تربلې مخ په رژیدو دي.

نورستانیان وایي، د طالبانو راتګ سره په دې ولایت کې بنسټیزې پروژې په ټپه ولاړې دي او هیڅ کار نشته. انځور: اطلاعات روز

هدایت الله زیاتوي:«له سیاسي تحولاتو وروسته د هیواد د نورو ولایتونو په شان نورستان کې هم بې روزګاري زیاته شوې او هر سړی په دې هڅه کې دی، چې کار پیدا کړي او مزدوري وکړي؛ خو دلته کار روزګار نشته او زیاتره خلک کوښښ کوي پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي خو تګ پر وړاندې یې ستونزې دي او له طالبانو هم نور د وطن د جوړیدو تمه نه کیږي.»

دغه راز په کونړ کې هم خلک د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي او زیاتوي چې د سیاسي بدلون را وروسته بې روزګاري پراخه شوې،چې له کبله یې نه يواځې په کونړ بلکې د هېواد په ګڼ شمېر نورو سیمو کې هم ځوانان بې روزګارۍ شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی فرمان الله چې د زراعت پوهنځي د لومړي کال محصل و، خو وایي بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په نشه یي توکو روږد کړ.

هغه زیاتوي چې بې کارۍ دې ته اړ کړی چې په نشو د اقتصادي مسایلو له سردردي ځان خلاص کړي.

کونړ کې یو شمیر ځوانانو د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نشو ته مخه کړې ترڅو پرې خپل غم غلت کړي. انځور: اطلاعات روز

فرمان الله زیاتوي:« په تیر حکومت کې مې په ځینو زراعتي پروژو کې کار کوه، ښه معاش مې اخیسته خو له کله چې طالبان واک ته رسیدلي له دندې لېرې شوی یم او دکورنۍ سرپرستي راترغاړې ده او همدارنګه محصل هم وم، نو بس د خپل فکر د غلتولو په موخه مې نشه یي توکو ته مخه کړه، لومړیو کې مې چرس څښل خو وخت په تیریدو په پوډرو هم اخته شوم، په دې نشه یانو کې ډېری ځوانانو لوړې زده کړې کړي دي خو د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله په نشه روږدي شوي دي،داسې خلک شته چې څو ژبې یې زده دي خو دې بدبخته مرض نیولي دي.»

د نظر خاوندان ټینګار کوي که د طالبانو حکومت په کور دننه بنسټیزې پروژې پلي کړي او  تر یو بریده له نړیوالو سره جوړ جاړی وکړي، نو تمه شته چې ستونزې به پای ومومي او ځوانانو ته به په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه