طالبان سبا کندهار کې یوه لویه غونډه جوړوي

اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت په پام کې لري چې سبا (پنج شنبه، ۲۶ د زمري) په کندهار کې لويې جرګې ته ورته يوه لویه غونډه جوړه کړي.

د کندهار له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حافظ نور احمد سعيد وايي، دغه غونډه يې د ولسي خلکو په غوښتنه جوړه کړې او د ۲زره په شاوخوا کې خلک به پکې ګډون وکړي.

نوموړی زیاتوي، په دې غونډه کې به د طالب چارواکو تر څنګ تر ډېره پورې پخواني حکومتي چارواکي، دیني عالمان او عام وګړي برخه واخلي.

د حافظ سعيد په وینا، ددې غونډې جوړېدو هدف په افغانستان کې پر روان وضعيت، عمومي او ملي مسايلو بحث کول دي.

په همدې حال کې کندهار کې ځایي سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې د دې غونډې پر مهال به د طالبانو د سرپرست حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده هم وينا وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو سرپرست حکومت هڅې پيل کړي ترڅو لويې ولسي غونډې جوړې کړي او له همدې لارې د خلکو ملاتړ خپل کړي.

د چارو شنونکي که څه هم د دغه ډول غونډو جوړیدل مهم بولي خو ټينګار کوي چې د طالبانو حکومت بايد د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له نړيوالو سره پر خپلو کړیو ژمنو کلک ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې هم کابل کې د علماوو په نوم یوه لویه غونډه رابللې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه