پکتیکا کې پاکستان ته قاچاق کېدونکې ۲۱ موټره اوسپنه او کباړ نیول شوي

اطلاعات روز:  د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، د بېلابېلو اړوندو ادارو لخوا د ښرنې ــ برمل ولسوالي لويې لارې د ارزونې لپاره د ټاکل شوي هيئت لخوا په اوسپنه او کباړ بار ۲۱ لوی موټرونه نيول شوي، چې غوښتل يې په غير قانوني او قاچاقي ډول يې پاکستان ته ولېږدوي.

والي ډاکټر مجيب رحمن څمکنی وايي چې له يادو موټرونو سره ځينې کسان هم نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

څمکني وويل چې له دې ولايت څخه په تېر کې هم د کباړ په نوم په غير قانوني دول خورا زياته اوسپنه ګاونډي پاکستان ته لېږدول شوې، چې ډېری يې مهم نظامي توکي هم پکې و.

نوموړي زياته کړه: «دا اوسپنه د قاچاق په ډول وړل کېده، موږ په خپل هېواد کې د اوسپنې د ويلې کولو او اړتيا ځايونه او په دې اړه اصول لرو، هيچا ته به اجازه ورنکړو چې نور د کباړ په اوسپنې نورو ځايونو ته يوسي.»

پاکستان ته قاچاق کېدونکې د اوسپنې ډکه لارۍ

د پکتيکا والي همدارنګه وويل چې هغه امنيتي ځواکونو هم اته تنه نيولي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې د دې ولايت په ځينو برخو کې ګڼ ځنګلونه پرې کړي و.

مجيب رحمن څمکني اطلاعات روز ته وويل چې دې کسانو په برقي ارو په واسطه ګڼل ځنګلونه پرې کړي او چاپېريال ته يې ډېر زيات زيان اړولی دی.

څمکنی وايي: «له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې په دې برخه کې يې له موږ سره همکاري کړې، دا ګډ مسوليت دی او ټول بايد لاسونه سره ورکړو.»

د يادونې ده چې څلور کاله وړاندې په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو له اډې څخه د بهرنيانو له وتلو وروسته له يادې نظامي اډې څخه د ځينو ځايي مسولينو او چارواکو په همکاري د سلګونه ميليونه ډالرو توکي ګاونډي پاکستان ته يوړل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه