اطلاعات روز: د کندهار د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون شل تنه استادان چې د ماسټري او دوکتورا له پاره بهر ته تللي وو، بیرته هیواد ته راستانه شول.
د دغه استادانو شمېر شلو تنو ته رسېږي او د ماسټري او دوکتورا ترکچې يې بهر هیوادونو کې زده کړې کړې دي.
کندهار کې د طالبانو د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مشر ثناءالله ارغستانی وایي، د دغو شلو تنو استادانو په منځ کې څلور تنه دوکتوران او ۱۶ تنه ماسټر استادان شامل دي، چې له زده کړو بشپړېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
ارغستاني وويل، دغه استادان به په عادي توګه خپلو دندو ته په همدې پوهنتون کې دوام ورکړي.
ورته مهال کندهار کې د دولتي پوهنتونونو يو شمېر استادان بيا د اقتصادي ستونزو له امله د هېواد څخه وتو او دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.
د کندهار پوهنتون يو تن استاد چې نه غواړي نوم يې ياد شي اطلاعات روز ته وویل، اوس مهال له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د هېواد څخه د وتلو نيت لري.
دغه ښوونکی زياتوي چې د پخوا په پرتله يې په معاشاتو کې کموالی راغلی او نه شي کولای ترڅو خپلې اړتياوې پرې پوره کړي.
د يادونې وړ ده چې دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه ډېر شمېر ښوونکي بهرنيو هيوادونو ته کډوال شوي دي.
