د طالبانو امربالمعروف وزیر: د ځینو طالب سرتیرو سرغړونو اندیښمن کړی یم

اطلاعات روز: ننګرهار ته د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو د اوریدو سرپرست وزیر شیخ خالد الحنفي د خپل سفر پرمهال د طالب ځواکونو په اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ځینې طالب سرتیري یې له فرمان سرغړونه کوي چې دې حالت اندیښمن کړی دی.

نوموړي یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې ډیر کله یې فرمانونه په خپله د طالب سرتیرو له لوري نه عملي کیږي، چې له امله یې د امربالمعروف وزارت چارې له خنډ سره مخ شوي دي.

شیخ خالد زیاته کړه په څو ځلې د یو فرمان په صادرولو سره له طالب سرتیرو غوښتي چې خپل ویښتان اصلاح کړي خو تراوسه دا چاره نه ده عملي شوې.

هغه د فرمانونو تطبيق په ولسي او حکومتي کچه عام وباله او زياته کړه چې هيڅوک ترې مستثنا نه دي او په خبره یې ټول فرمانونه به په تدریجي ډول تطبیقیږي.

نوموړي پرون (۱۹ د زمري) د خپلې وینا پرمهلا ګواښ وکړ که له دې وروسته کوم طالب سرتیری د امربالمعروف وزارت له فرمان سرغړونه وکړه نو له دندې به یې ګوښه کړي.

د امربالمعروف وزارت چارسنبالي همداراز د ښځو د حقوقو پر ورکړې  ټینګار وکړ او ویې ویل، په تیرو شلو کلونو کې افغان میرمنو ته خپل حقوق نه دي ورکړل شوي خو د طالبانو اوسنی حکومت ژمن دی چې ښځو ته به حقوق ورکوي.

الحنفي زیاته کړه:« شل کاله زمونږ د خویندو او ځوانانو د فکري تسخیر له پاره کار وکړ خو هغه وخت یې هم ملت پر وړاندې مبارزه وکړه او اوس یې هم هیله ده چې شریعت نافذ شي. تېر شل کاله هیچا په ریښتونې توګه د افغان ښځو د حقوقو غږ نه دی پورته کړی نه په میراث کې چا حق ورکړی او نه مهر ورته سپارل شوی خو اوس امارت هڅه کوي چې ټول هغه حقوق ورکړي چې اسلام یې په ورکړه امر کړی دی.»

 نوموړي همداراز وویل، په ټول هيواد او ولسواليو کې کابو ۸ زره تشکيل لري، چې د اجتماعي او فردي اصلاحاتو د راوستو په پار کار کوي.

 هغه زیاتره کړه نړیوال په دې هڅه کې دي چې د امربالمعروف چارې د ځینو فشارونو له مخې ټکنۍ کړي خو دی وایي، هیڅ ډول فشار ته د طالبانو اوسنی حکومت نه تسلیمږي.

الحنفي زیاتوي:«   زموږ د محتسبینو له پاره لومړنی شرط دادی چې فاضل علما به وي دا د دې له پاره چې په ولس کې له عدل نه کار واخلي او تر خلکو اسلام په ریښتونې بڼه ورسوي او په دې لاره کې له افراط او تفریط نه کار وا نه خل، ټول فرمانونه به په تدریجي ډول هم په حکومتي او هم په ولسي کچه تطبیقیږي او په دې برخه کې د هیچا پروا نه کوو.»

په همدې حال کې د نظر خاوند اسدالله وایي، که اسلامي امارت د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن وي نو د نجونو پر مخ دې تړلي ښوونځي پرانیزي.

نوموړې وایي په تېر یوه کال کې په مسلسل ډول دا غوښتنې کېږي خو لا نه ده اورېدل شوې.

اسدالله زیاته کړه:«مونږ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې د ښځو لپاره دې د کار او زده کړو زمینه برابره کړي، که دوی د ښځو حقوقو ته ژمن وي نو د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي او د زده کړو اجازه دې وړکړي؛ څو ټولې نجونې وکولای شي زده کړې ترسره کړي.»

 د امربالمعروف وزیر داسې مهال د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کوي، چې له تیر یو کال راهیسې د افغان نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي، چې له امله یې د طالبانو پر حکومت د عامو خلکو او نړیوالو نیوکې زیاتې شوې دي.

تازه د پوهنې سرپرست وزیر ویلي، چې د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له کبله تړلي پاتې دي؛ خو د دغه وزارت معین د نجونو ښوونځيو د نه پرانیستلو لامل په تعلیمي نصاب کې ستونزې یادوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه