ارزګان کې ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته ترسره شوه

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې Move موسېسې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۶ روغتیایي مرکزونو سره د طبي او غیرې طبي توکو مرسته ترسره کړه.

ارزګان ولايت کې د دغې موسېسې ولايتي مسوول ډاکټر نصير احمد مولوي زاده رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې په مرسته شویو توکو کې درمل، غيرې طبي وسايل او په روغتونونو کې د ځينو برخو ترميم شامل دي.

نموړی زیاتوي، چې مرسته شویو توکو سره به د روغتیایي مرکزونو مشکلات یوه اندازه حل شي.

ورته مهال ارزګان ولايت کې د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي، د دغه ډول مرستو په ترسره کيدو سره اوس په ولايتي روغتون کې ډیرې ستونزې حل شوي دي.

هغه زیاتوي:«د پخوا په پرتله په ولايتي روغتون کې شته ستونزې حل شوي او په دې ورستيو کې زيات تغيرات راغلي دي موږ په ورځني ډول تر ۹ سوه پورې ناروغان چې ۷ يا ۸ سوه ورځني او ۱۰۰ تنه نور بیا دبستر ناروغان دي درملنه يې کوو.»

دغه راز ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم د دغه مرستو هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې په روغتيايي برخه کې دې په راتلونکي کې هم دغه ډول مرستې ترسره شي.

خلک هم د دغه ډول مرستو ترسره کيدو ته خوښ دي خو، زياتوي چې لاهم د ارزګان په ډيرو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونه ته لاس رسی نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم يادې موسېسې د ارزګان روغتیایي برخې سره مرسته کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه