اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو دوه کلن ماشوم د اوبو برمې ته لويدلی دی.
هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد وايي، د نوزاد ولسوالۍ په «ګوشک» سیمه کې یو دوه کلن ماشوم ۳۰ متره ژورې څاه ته لويدلی او د ژغورلو هڅې یې روانې دي.
هغه وايي چې پيښه نن (سې شنبه، ۱۸ د زمري) رامنځته شوې او د طالبانو تخنيکي ډله سيمې ته رسيدلې ده.
د طالبانو د دغه ولايتي مسوول په خبره چې اوبو ته لويدلی ماشوم تراوسه پورې ژوندی دی.
په جنوبي ولايتونو په خاص ډول په هلمند ولايت کې ژورو څاګانو ته د ماشومانو د لويدلو دغه ډول پيښې زياتې شوې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د سر لوڅو څاګانو سرونه دي پټ شي خو لاهم په پرله پسي ډول دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.
