اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په سویل ختیځ کې د عمر خالد خراساني په ګډون د پاکستاني طالبانو جګپوړي قومندانان په یوه موټر کې د چاودنې موخه ګرځیدلي دي.
د افغانستان څخه یوې سرچینې پاکستان ایکسپرس ټریبیون ته ویلي چې د عبدالولي مهمند په نامه یو قومندان چې په عمر خالد خراساني مشهور و، له خپلو دوو ملګرو، مفتي حسن او حافظ دولت سره یو ځای د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په «شرکي» کلي کې په یوه موټر کې نښه شوی دي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دې موټر کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د سرچينې په وینا ، د پاکستاني طالبانو مشران د «مشورې لپاره» د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ته روان وو، چې موټر يې د سړک غاړې پر ماين برابر شوی دی. پرون یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي و، چې ښايي دا یو هوايي برید وي.
خراساني د جماعت الاحرار (JUA) چې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه ده مشر و، چې د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کیده او د هغه د نیولو او یا وژلو پر سر یې درې میلیونه ډالر انعام ټاکلی و.
د ایکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، حافظ دولت هم د اورکزو د قبایلي سیمې اوسیدونکی و او د دې ډلې مهم غړی او د خراساني نږدې او باوري ملګری بلل کیده.
دغه رسنۍ زیاته کړې، چې مفتي حسن هم د «ملاکنډ» له پوځ او د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو څخه و، چې د داعش له پخواني مشر ابوبکر البغدادي سره یې بیعت کړی و.
ایکسپرس ټریبیون لیکلي، چې دولت او حسن د داعش د خراسان څانګې د جوړېدو پر مهال له دغې ډلې سره یوځای شوي وو، خو وروسته د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته ستانه شول.
د بي بي سي د راپور له مخې پاکستاني طالبانو منلې چې د دوی د ډلې څو لوړ پوړي قومندانان د تېرې یکشنبې ناوخته پکتیکا ولایت کې وژل شوي دي. خو افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جګپوړو غړو د وژلو راپورونه وروسته له هغې خپریږي چې امریکا اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهیر یې په کابل کې وژلی دی.
د طالبانو سرپرست حکومت د الظواهري وژل کېدل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي. او افغانستان ته یې د الظواهري د راتګ به اړه بې خبري ښودلې ده.
