اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني نن سهار هلمند ولايت ته رسيدلی او هلته يې د ځایي چارواکو سربیره د عامو خلکو سره هم لیده کاته کړي دي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد وايي، سراج الدين حقاني هلمند ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د طالبانو ولایتي مسوولینو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو ورځو راهیسې سراج الدين حقاني د ولايتونو سفرونو ته مخه کړې چې تيره ورځ يې کندهار ولايت ته سفر کړی و.
سراج الدين حقاني وروسته له هغه د کابل څخه وتلی کله چې د جولای پر ۳۱مه نېټه د امريکا په يوه هوايي بريد کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري ووژل شو.
په ټولنیزو شبکو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې سراج الدين حقاني د امريکا د هوايي بريدونو له ويرې پاکستان ته تللی دی.
