اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه د امریکا ادعا په ښکاره ډول نه تایید کړې او نه یې هم رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان پلازمېنې کابل ته د الظواهري د راتګ او استوګنې په اړه هیڅ معلومات نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه، ۱۳ د زمري) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې ډلې خپلو کشفي او استخباراتي ارګانونو ته امر کړی، چې د دې قضیې د ټولو اړخونو په اړه جدي څیړنې وکړي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون هیڅ هیواد ته د افغانستان له خاورې څخه کوم خطر نشته. نوموړي وایي، چې طالبان د دوحې د تړون عملي کولو غوښتوونکي دي او باید سرغړونه ترې پای ته ورسېږي.
نوموړي یو ځل بیا په کابل کې د امریکا برید د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه او د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.
طالبانو خبرداری ورکړی که یو ځل بیا دا ډول پیښې تکرار شي نو د هر ډول پایلو مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
د امریکا دولت وايي، چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (۹ د زمري) ایمن الظواهري کابل کې د خپل پټڼځای په بالکون کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وواژه.
په لومړي سر کې طالبانو اعلان وکړ چې په یوه خالي کور د راکټ یوه مرمۍ لګیدلې خو، دوی وروسته تایید کړه چې دا یو هوایي برید دی او د یوې امریکایي الوتکې لخوا ترسره شوی دی.
په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي و، چې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره په تماس کې ده څو معلومه کړې چې ایا دغه ډله د ایمن الظواهري له پټنځای څخه خبر وه، هغه ته یې پناه ورکړې وه او که نه.
په ورته وخت کې، سالیوان ویلي و، چې واشنګټن باور لري چې د حقاني شبکې جګپوړي غړي پر دې پوهیدل چې الظواهري کابل کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په ګډون یو شمېر نور امریکايي چارواکي طالبان د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي. په دغه هوکړه لیک کې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت ترسره کړي.
