اطلاعات روز: کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو اتلولي سپین غر پړانګانو د دریم ځل لپاره وګټله.
د افغانستان پلازمینې کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ چې د تېرې چنګاښ میاشتې پر ۲۷مه نیټه پېل شوې وې نن (پنج شنبه، ۱۳ د زمري) د سپین غر پړانګانو په اتلولي سره پای ته ورسیدې.
د شپږیږې لیګ اتم پړاو سیالیو پای لوبې ته د سپین غر پړانګان او د بست ساتونکي لوبډلې وتلې وې.
د پای لوبې پچه د سپین غر پړانګانو لوبډل مشرعثمان غني وګټله او د بست ساتونکو پر وړاندې یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
سپین غر لوبډلې په ټولو شل اورونو کې بوست ساتونکو ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ. بوست لوبډله ونه توانیده چې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه یې وبایلله.
د شپږیزې لیګ سیالۍ چې د کابل د کرکټ په «نړیوال لوبغالي» کې پیل شوې ۱۹ ورځې یې دوام وکړ او ټولټال پکې ۳۲ لوبې ترسره شوې.
ملي سپورټ تلویزیون چې د طالبانو تر کنترول لاندې خپرونې کوي یادې لوبې یې په ژوندۍ بڼه ښودلې.
د شپږیزې لیګ د سږکال په اتم پړاو سیالیو کې اته لوبډلې ولوبیدې، مس عینک اتلان، بوست ساتونکی، سپین غر پړانګان، هندوکش سټارز، امو نهنګان، بند امیر ښارمان، کابل بازان او پامیر زلمي چې هندوکش سټارز او پامیر زلمي لوبډلې په دې لیګ کې نوې ورګډې شوې وې.
د افغاستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې پایلوبه باید سبا جمعه (۱۴ د زمري) ترسره شوې وای، خو دا چې افغانستان د زمري په اتلسمه له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې لري، پایلوبه یې یوه ورځ مخکې کړه.
