خوست میشتي: طالبان دې د نجونو ښوونځیو بندېدو ته نورې بهانې نه لټوي

اطلاعات روز: د خوست ولایت اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکړي.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره چې کال پوره کیږي، خو لاهم ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې او له زده کړو محرومه دي.

دوی زیاتوي، چې د ښوونځیو نه خلاصون په اړه نورې بهانې ولس ته د منلو وړ نه دي او دا د نوي تعلیمي قشر له راتلونکي سره لویه جفا یادوي.

د مرکز یو تن قومي مشر نظیر لکڼوال اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر کې یې هم نجونې ښوونځیو ته په حجاب کې تګ کاوه او اوس هم که اجازه ورکړل شي، نو هماغه ډول به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي: «زمونږ په ټولنه کې خو پخوا هم دغه حجاب کې زمونږ ښځینه زده کوونکې زده کړو ته ورتلې او که ښوونځي خلاص هم شي، نو په همدغه حجاب کې به ورځي، نو هیله مو دا ده، چې د دې لپاره نورې بهانې و نه لټول شي او له ځنډ پرته ورته اجازه ورکړل شي، چې ځنډیلي درسونه یې شروع او له خپل حق څخه برخمنې شي.»

د نور الله په نوم د تڼیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي بیا د ښوونځیو تړل له راتلونکي نسل سره د حکومت لویه جفا وبلله او وېې ویل، چې څه موده وړاندې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي له امله د زلزلې ډیری ښځینه ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه.

خوست میشتي وایي، د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل د راتلوونکي نسل سره لویه جفا ده

نوموړي وویل: «ماته چې له ګاونډي ښخینه ډاکټره د درملنې لپاره راځي او د زلزلې ټپیان مې پټۍ کوي، خو که دا ما خپل ښځینه ډاکټرانې درلودلی نو ولې به هغوی ته مجبور شوی وای او بل که دلته ښځینه ډاکټرانې موجودې وای نو خلک نه مجبوره کېدل چې پاکستان ته ناروغ یوسي، خو بیاهم زما له هغه چا دا غوښتنه ده، چې د نجونو د ښوونځیو خنډ دي، هغوی دې نور د ولس په ارادو لوبې نه کوي او ژر تر ژره دې ښوونځي پرانیزي.»

په دغه ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي ښوونکې مدینه چې ځان یې په مستعار نوم معرفي کاوه اطلاعات روز ته وویل، چې له تېر یوه کال راهیسې د دوی د ښوونځي له شپږم ټولکي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې او نه شي کولی چې پاتې درسونو ته دوام ورکړي.

د نوموړې په خبره چې تر اوسه د خوست ولایت پوهنې ریاست مسوولینو هم ورته کوم ډاډ نه دی ورکړی چې یاد ښوونځي به کله پیل او په کومو شرایطو به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

هغې وویل: «مونږ ته د درسونو لپاره اوس مهال یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښځینه زده کوونکې راځي او ورته زده کړې ورکوو، خو د اووم او ان تر دولسم ټولګي پورې به لاهم د ښوونځیو پیل ته شېبې شماري، کله چې د پوهنې ریاست مسوولین راځي نو هغوی هم تر اوسه کومه هیله مندي نه ده ښودلې، چې دغه ښوونځي به کله پرانیستل شي، خو وايي د وزارت امر ته په تمه یو.»

اوس مهال په خوست کې تر سل زرو ډېرې ښځینه زده کوونکې په ښوونځيو کې شاملې شوي، خو د دې نیمايي یې له زده کړو بې برخې شوې او د طالبانو هغه امر ته په تمه دي، چې بیا به ښوونځي پیل او دوی به پاتې زده کړو ته دوام ورکړي.

څه موده وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي و، چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لامل اقتصادي ستونزې بلل کیږي او زیاته کړې یې وه، چې د دغو ستونزو په حل به یاد ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه