ارزګان خلک: د راوتلو سیلابونو له امله تړل شوې لارې نه دي خلاصې شوي

اطلاعات روز: د ارزګان ولايت سيلاب ځپلي وايي، د ترينکوټ او ولسواليو ترمنځ د ورستيو سيلابونو له امله تړل شوې لارې لاهم نه دي خلاصې شوي چې ورسره دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمد نعيم وایي، له تيرو څو ورځو راهیسې چې سيلابونه راغلي لارې تړل شوي او دوی په ولسوالۍ کې بند پاتې دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ولسوالۍ کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو قيمتونه هم لوړ شوي او خلک د يادو توکو د کمي سره مخ شوي دي.

هغه په دې اړه انديښنه وښوده او زياته يې کړه، که لارې خلاصې نه شي په يادې ولسوالۍ کې به انساني ناورين رامنځته شي.

په همدې حال کې د ګيزاب ولسوالۍ اوسيدونکي هم ورته ادعا لري او زياتوي چې د لارې په تړل کيدو سره په دغه ولسوالۍ کې ډير خلک له ستونزو سره مخ دي.

ددغې ولسوالۍ يو اوسيدونکی عبدالله وايي، چې د لارو د تړل کيدو له امله دوی له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي.

نموړي د طالبانو پر حکومت نيوکه وکړه چې د دوی ولسوالۍ يې له پام غورځولې او سيلاب ځپلو ته يې هيڅ پام نه دی کړی.

ده وویل:«چې سيلابونه راغلي زموږ لاره تړل شوې په ولسوالۍ کې خلک له بیخي زياتو ستونزو سره مخ دي د هر شي قيمتونه لوړ شوي هلته دوا او درمل خلاص شوي ما ناروغ درلوده ستا به باور رانه شي ‍۱۲ ساعته مې مزل وکړ اوس دغه دی دلته روغتون ته راورسیدلو هلته زموږ خلک بیخي له پامه غورځول شوي، خير خو موږ هم افغانان يو.»

ورته مهال د خاص ارزګان ولسوالۍ يو بل اوسيدونکی بیا د سيلابونو له امله د ور اوښتو زياتونو څخه سرټکه وي او وايي چې دولت او موسېساتو ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړي.

نوموړی وايي، که څه هم د دوی سيمو ته د يو شمير مرستندويه ارګانونو لخوا مرستې رسول شوي خو وايي چې دغه مرستې يې بسنه نه کوي.

هغه په دې اړه وويل:«زموږ لاري تړل شوي ټول ناري وهي چې موږ سيلاب ځپلو سره مرستې وکړې خو دوی موږ ته ۲۰ دانې وچې ډوډۍ راوړي داخو زموږ د يوې شپې خوراکه شوه موږ څه وکړو هرڅه مو اوبو يوړل او پاتې د کور سامان مو تر خاورو لاندې پاتې دی.»

دغه راز د ارزګان د چورې ولسوالۍ د ليري پرتو سيمو خلک هم شکايت کوي چې د ولسوالۍ تر بازاره پورې ټولې لارې تړل شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو مسوولین هم تاييدوي  چې د سيلابونو له امله د يو شمير ولسواليو لاري تړل شوي دي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د والي وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي، چې سيلابونو د يو شمير ولسواليو لاري تړلي خو د خلاصولو په اړه يې څه نه دي ويلي.

نوموړی وايي، چې د دوی مرستيال والي او امنيه قومندان د خلکو سره د مرستو په هدف خاص ارزګان او یو شمیر نورو ولسوالیو ته سفر کړی او هلته يې دخلکو سره مرستې کړي دي.

هغه وايي، دوی ددغې سيمو خلکو ته د هوا له لاري وچه ډوډۍ او ځينې نور اړين توکي رسولي دي.

د ورستيو شميرو له مخې د تير لوی اختر راهیسې په ارزګان ولایت کې د سيلابونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي، سلګونه کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته په ميليونونه افغانۍ زيانونه اوښتي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه