اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې د «خلبسات» په نوم یو بازار سیلاب وړی او خلکو ته پکې ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
که څه هم د راوتلو سیلابونو له امله د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په صبریو ولسوالۍ کې یو ځايي هټۍ وال میراجان اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د زمري) ناوخته په خلسبات بازار سیلاب ورختلی او د وسایطو سربېره یې ګڼ دوکانونه هم له منځه وړي دي.
د هغه په خبره چې د دغې طبیعي پېښې له امله په دوکانونو کې توکي له منځه تللي او له امله یې هټۍ والو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان رسېدلی دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د سیلابونو له امله ګڼو کلیو ته غځېدلې لویې لارې د پلونو نړېدو له وجې تړل شوې، چې اوس مهال ورسره خلک په خورا ستونزو کې ګېر دي.
تر اوسه د دې زیانونو په اړه په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
