د پکتیا تاریخي «بالاحصار» د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تاریخي «بالاحصار» د وروستیو اورښتونو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی او د ځايي خلکو په وینا که یې پر وخت مخ و نه نیول شي، نږدې کورنۍ به لاندې کړي.

د دغه لرغونې کلا شاوخوا لسګونه کورنۍ ژوند کوي او په دې وروستیو کې یې یوه برخه د اورښتونو له امله د نړېدو له خطر سره مخ شوې ده.

د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي برکت الله ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر کې هم څو ځله د دغه لرغوني ځای د بیا ترمیم غوښتنه شوې وه، خو د حکومت او اړونده ادارو له لوري ورته هیڅ پام و نه شو، د هغه په خبره که اوس یې د نړېدو مخه و نه نیول شي، نو د دغې کلا زیاته برخه به ړنګه او خلکو ته به سخت مالي او ځاني زیان واړوي.

خلک وایي، د پکتیا د بالاحصار ډیری برخې د نړیدو له ګواښ سره مخ دي او ورځ تر بلې شړیږي

هغه وايي: «د وروستیو اورښتونو له امله د ګردېز بالاحصار خورا زیانمن شوی او هغه درځونه چې پخوا په کې و، اوس دوه برابره غټ شوي دي یعنې ډېر نازک حالت ته رسېدلی، نو که یې پر وخت مخه و نه نیول شي او ورڅېرمه کورنۍ له همدې ساحې لرې نه شي، د نړېدو پر مهال به دغو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه ور واړوي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین هم په دې اړه اندېښمن دي او وايي، د اورښتونو له امله د دغه لرغوني ځای ډېری برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغې ادارې ریس خالقیار احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی له ولایتي چارواکو سره په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی دی.

ځايي طالبان وایي، د بالاحصار د بیا جوړیدو ستونزه یې د مرکزې ادارې سره شریکه کړې او هغوی ورته ډاډ ورکړی

احمدزي وویل: «بلی د پکتیا بالاحصار چې اوس مهال د ډیری برخو د نړېدو ګواښ یې موجود دی او زیاتې برخې یې اوس مهال زیانونه لیدلي دي، نو مونږه دغه ستونزه له اړونده چارواکو سره شریکه کړې او هغوی هم راته ډاډ راکړی دی.»

د ګردېز ښار ختیځ ته په څلویښت متره لوړه غونډۍ پرته د بالاحصار په نوم یوه لویه کلا چې شاوخوا ۳۰۰۰ کلن تاریخ لري، له خټو او لویو ډبرو جوړه ده، د ۱۰ متره لوړالي ترڅنګ ۳۵۰ متره اوږدوالی لري، په جمهوري نظام کې د وخت ولسمشرانو او  د پکتیا والیانو د دې لرغونې کلا د بیا رغونې او ترمیم کېدو بار ، بار ژمنې وکړې، خو هیڅ یو یې په دې ونه توانېده، چې د اوږدې مخینې همدا سیاحتي او فرهنګي ځای د ورانېدو مخه ونیسي.

د فرهنګ پالو په نظر که دغه تاریخي کلا ورغول شي، نو د فرهنګي مرکز لپاره به مناسب ځای وي او هم به د سیلانیانو له ورتګ وروسته د پام وړ عواید هم ترې تر لاسه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه