رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

اطلاعات روز: ختیځ کې خبریالان او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه له رسنیو سره د ولایتي ویندویانو پر خبرو بندیز اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف عمل بولي او وايي، چې په دې سره به مالوماتو ته لاسرسی لا ستونزمن شي.

خبریال سهار ګل امیرزي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د حکومت له لوري ولایتي ویندویانو له رسنیو سره د خبرو منع کول به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

امیرزی زیاتوي: «کومه پریکړه چې سیمه ییزو ارګانونو کړې چې د والیانو ویاندویان یې له رسنیو سره د خبرو منع کړي، دا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.»

یو بل خبریال امید دیدار بیا همداراز وایي، چې والیان ګڼ نورو مسولیتونه لري او نه شي کولی، چې هره ورځ په ولایتونو کې پر روانو پېښو له ولس سره معلومات شریک کړي.

دیدار وویل: « والیان نشي کولای د ویاندویانو په شان له رسنیو سره مالومات په خپل وخت شریک کړي ځکه هغوی ګڼ نور مسوولیتونه لري او دا به ستونزمنه وي چې هره ورځ رسنیو ته مالومات ورکړي.

په همدې حال کې یو بل خبریال ذبیح الله غازي بیا د سیمه ییزو ارګانونو پریکړه پر ځای بولي او وایي، د ولایتي ویندویانو له رسنیو د خبرو له منع کیدو سره به د خبریالانو اړیکې لاپراخه شي. غازي زیاتوي: «زما په نظر دا پریکړه ښه شوې ځکه پخوا په ولایتي کچه د خبریالانو اړیکې یوازې تر ولایتي ویاندویانو محدودې وې اوس به خبریالان هم خوځنده شې او اړیکې به یې لا پراخه شي.»

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ولایتونو د ویندویانو بستونه له منځه نه دي تللي بلکې یوازې له رسنیو سره له خبرو منع شوي.

بل لور ته په ختیځ کې کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا نى غړي عزیز عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د والیانو د ویندویانو د بستونو د لغوه کیدو اندیښمن کړی او وایي، چې دا غیر عملي ځکه دی چې اکثره وخت والیان رسنیو سره خبرو ته نه حاضریږي.

عزیز زیاته کړه: «په ولایتونو کې چې د خبریالانو بستونه لغوه شوې دا به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لا پسې زیاتې کړې او یو لوی سرخوږی به خبریالانو ته جوړ شي.»

د سیمه ییزو ارګانو له لوري په ولایتونو کې د والیانو ویاندویان داسې مهال له رسنیو سره د خبرو له کولو منع شوي، چې خبریالانو له دې وړاندې هم اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه