ننګرهار کې زرګونه کرنیزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او زرګونه لاهم د سیلاب له خطر سره مخ ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست امر ادریس ساپي نن (چهارشنبه، ۵ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سېلابونو په جلال اباد ښار، سره رود، بټي کوټ، کوټ، روداتو او کوز کونړ ولسواليو کې ۸۰۰ د هستوګنې کورونه ړنګ کړي او ۱۰ زره جريبه کرنیزه ځمکه یې په شاړه بدله کړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې سیلاب ځپلو سیمو ته یې د سروې ټیمونه استولي او له سروې وروسته به د مرستندویه موسېسو په همکارۍ له اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره شي.

ساپي زیاته کړه:«سیلابونو ډیر زیان په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې خلکو ته اړولی دی؛ زمونږ د سروې۱۶ ټیمونه په ولسوالیو کې کار کوي او له سروې وروسته به مرستې اړمنو کورنیو سره وشي.»

ننګرهار کې ډېر زیان د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی ته اوښتی.

د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکي عبدالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،  چې د ورښتونو او سیلابونو له امله ځايي خلکو ته د ځاني زیان سربېره په زیاته اندازه مالي زیان هم اوښتی دی.

دی وایي: « دلته دخلکو کورونه سیلابونو وړي او همدارنګه څاروي او هر څه یې له منځه وړي؛ د هغه چا چې کورونه سیلاب وړي اوس له خپلو خپلوانو کره شپې  او ورځې سبا کوي له حکومت غواړو چې دلته دې له سیلاب ځپلو سره مرسته ترسره کړي.»

ننګرهار کې سیلابونو بټي کوټ ولسوالۍ ډیر کورونه نړولي دي

د بټي کوټ قومي مشر امیر جان کوټوال بیا له حکومته د ستونزې پر بنسټيز حل ټینګار وکړ.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حکومت دې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو مرستو ترڅنګ د سیلابونو د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالو، سربندونه او نورې بنسټیزې پروژې عملي کړي، څو پاتې کرنیزې ځمکې د خطر له ګواښه وژغورل شي.

کوټوال زیاته کړه:«هر کال دا سیلابونه په کوټ کې راوځي او خلکو ته توان رسوي اوس چې کومې مرستې له خلکو سره کیږي دا ښه خبره ده، خو غوښتنه مو دا ده چې باید دایمي داسې کار وشي چې د سیلابونو مخنیوی وشي استنادي دیوالونه جوړ شي او همدارنګه نورې داسې پروژې پلې شي؛ چې هم د خلکو ستونزې دایمي حل شي او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

ځینې کورونه د سیلاب د اوبو له امله ډنډ شوي او دکور ټول توکي یې ورته خراب کړي دي

ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست ویاند قریشي بدلون هم وایي، چې تر دې دمه یې د خوړو نړیوال پروګرام  په مرسته له ۹۰ زره بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې ترتیبات کړي، چې ژر به د دوی لاسنیوی وشي.

د یادونې ده، چې د تیرې یک شنبي ورځې ورښتونو او سیلابونو د ننګرهار ترڅنګ په  کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

د نظر خاوندان هم په دې باور دي، که حکومت له ګواښه په ډکو سیمو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي ښايي راتلونکي ته عام خلک له زیانه وژغورل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه