اطلاعات روز: هلمند ولایت کې د کجکي د بریښنا بند دویم فاز چې د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه بند د دویم فاز د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیالانو ترڅنګ ګڼو طالب چارواکو ګډون کړی وو.
د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره به کار وکړي او د خلکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د هیواد د ابادۍ لپاره سره یو موټی شي.
د کجکي بند د دوهم فاز د جوړولو کار په ۲۰۱۶ کال کې د یوه ترکي او امریکايي خصوصي شرکت له خوا پیل شو.
هغه مهال ویل شوي و، چې دغه شرکت به پر دغه بند څه باندې ۱۷۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د څلورو نویو توربینونو په نصبولو سره به یې د برېښنا د تولید ظرفیت له ۵۰ میګاواټه څخه تر ۱۵۱ میګاواټو پورې لوړ کړای شي.
دا مهال د افغانستان برښنا شرکت (برشنا) وايي، چې د کجکي بند د تولید په زیاتوالي سره به په هلمند او کندهار ولایتونو کې د برېښنا ستونزه هواره شي.
د کجکي د برېښنا بند د هېواد په جنوب کې د برېښنا او اوبو د رسولو له مهمو بندونو څخه شمیرل کېږي.
دا بند شاوخوا اویا کاله وړاندې (۱۳۳۲ لمریز) د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و.
