اطلاعات روز: زابل ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وایي، د دې ولايت په ميزانې ولسوالۍ کې د يوې زړې ناچاودې سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او لس نور سخت ټپیان دي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، یاده پیښه نن (سېشنبه، ۴ د زمري) سهار ۰۹:۰۰ بجې د میزانې ولسوالۍ په اخند کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي چې په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او لس نور سخت ټپيان دي.
د هغه په خبره، د ټپيانو روغتيايي حالت ډېر نازک دی او د زابل په ولایتي روغتون کې تر جدې درملنې لاندې دي.
د هغه په وینا، د پخوانیو جګړو پاتې شونو په یادو ماشومانو چاودنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اوس هم له پخواني جنګونو څخه ناچاوده توکي پاتې دې او عام وګړي په تېره بیا د ماشومان د قربانۍ سبب ګرځي.
