راوتلو سیلابونو په پکتیا، پکتیکا او لوګر کې پراخ مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې راوتلو سیلابونو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز، سیدکرم، احمد ابا او زرمت ولسوالیو کې د ځینو کورونو نړېدو سربېره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، سیلابونو یې د ځمکې ترڅنګ کرنې ته هم زیان اړولی او د کال شوې خواري یې د سیلاب اوبو یوړه.

په دې اړه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي میرولي داسې وویل: «وړمه شپه او تېره ورځ زمونږ په سیمه کې سیلابونه را ووتل، چې ځینې کورونه یې هم د خلکو ور و نړول او هم یې ګڼه کرنیزه ځمکه له منځه یوړه، همداسې په سیدکرم او احمد ابا کې هم خلکو ته د سیلابونو له امله مالي تاوان اوښتی دی.»

په ورته مهال په پکتیکا ولایت کې هم سختو سیلابونو مالي زیانونه اړولي، د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، ډېر تلفات یې د مټاخان او بکخېلو ولسوالیو اړوند سیمو کې رامنځته کړي دي.

د بکخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي جانان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې سیمې ته یې د غځېدلې لویې لارې یو مهم پل هم تخریب کړی او تر څنګ یې په زیاته کچه کرنیزه ځمکه او ځینې کورونه نړولي دي.

بلخوا لوګر کې هم ورته مالي تاوان خلکو ته اوښتی دی، د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریس عبدالله مفکر وايي، تېره ورځ ( یکشنبه، ۲ د زمري) د لوګر په مرکز پل عالم، برکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې ۴۰ کورونه نړېدلي او لسګونه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو سیلاب ځپلي خلک د طالبانو له اړونده ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، که پر وخت ورسره مرستې و نه شي، نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه