اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت اوسیدونکي شکایت کوي چې د افغاني بانک نوټونو د زړښت له امله هره ورځ په راکړه ورکړه کې د ستونزو سره مخ وي او هټۍوال یې نه اخلي.
د خلکو په خبره د افغاني بانک نوټونو د زړېدو او نه چلښت موضوع ګڼې ستونزې راولاړې کړي او هره ورځ په ښار او ولسوالیو کې د عامو خلکو او هټۍوالو ترمنځ له همدې امله ناندرۍ پېښېږي.
د جلالاباد ښار یو اوسیدونکي الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، افغاني بانک نوټونه هومره زاړه شوي چې نور په بازارونو کې د چلښت وړ نه دي.
د هغه په خبره عامو خلکو ته د هټیوالو او بانکونو له خوا زړې افغانۍ ورکول کېږي، خو کله یې چې بېرته بازار ته د توکو اخیستو لپاره راوړي هټیوال یې ترې نه اخلي.
الله یار زیاته کړه: «افغاني بانک نوټونه خو ډیر زیات زاړه شوي او له امله یې هره ورځ په ښار کې د دوکاندارانو او عامو خلکو ترمنځ ناندرۍ پيښیږي ځکه پېسې زړې شوي او خلکو ته د بانکونو او دوکاندارانو له لوري ورکول کیږي؛خو چې بیرته یې بازار ته وړاندې کوې هیڅوک یې نه اخلي او جنجالونه یې پیدا کړي دي، د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې نوې بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.»
د خلکو په خبره د زړو بانک نوټونو ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او حکومت ته په کار ده، چې حل لاره یې پیدا کړي.

صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغانۍ د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې یا د افغانستان بانک له زېرمو افغانۍ د چلند لپاره بازار ته راوباسي او یا دې نوي بانکنوټونه چاپ کړي.
د جلال اباد ښار د صرافۍ اتحادې یو غړي صالح محمد هډوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د زړو بانک نوټونو له امله عام خلک او صرافان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.
هډوال زیاتوي:«په ننګرهار او خاص ډول جلال اباد ښار کې د افغانیو د زړښت له امله ستونزې ډیرې زیاتې شوي او عام خلک، صرافان، دوکانداران او نور د ټولنې وګړي یې له زیاتو ستونزو سره مخ شوي، نو حکومت ته په کار ده چې باید نوې چاپ شوې افغاني بازار ته وړاندې کړي او همدارنګه په خپله دې هم زاړه بانکنوټونه واخلي؛ چې شته ستونزو ته دحل لار پیدا شي.»
اخوا د افغانستان بانک مسوولین وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات ترلاس لاندې دي.
په ختیځ کې د افغانستان بانک طالب مشر مولوي وفي الله وایي، د زړو افغاني بانک نوټونو د چلښت لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې، چې له مخې یې ټول هغه بانک نوټونه د چلند وړدي چې له دې وړاندې پرې بازار کې راکړه ورکړه نه کیده.
د یادې طرحې له مخې هغه بانک نوټونه چې ظاهري بڼه یې په بشپړ ډول له منځه تللې د مندرسو بانک نوټونو په ډله کې شمېرل کېږي.
نوموړی وایي، چې تر دې دمه یې له ختیځو ولایتونو ۱۳۰ میلیونه زاړه بانک نوټونه ټول کړي دي.
وفي الله زیاته کړه:«د افغانستان بانک په هدایت مونږ د زړو بانکنوټونو په اړه د صرافانو اتحادې او بانکونو له مشرانو او غړو سره نن یو ځانګړې ناسته ترسره کړه او دوی ته مو د زړو افغانیو ځینې نمونې هم وښودې چې کومې یوې یې دچلښت وړ او کومې نه دي، یعنې مخکې چې کومې زړې افغانۍ د ځینو مشخصاتو له امله نه اخیستل کیدې په هغې کې د بانک له لوري نرمي رامنځته شوې او اوس به ټول هغه بانک نوټونه چې له دې وړاندې به دوکاندارانو،صرافانو او بانکونو نه اخیستلې اوس به د ځینو شرایطو پر اساس اخیستل کیږي او د زړو بانک نوټونو ستونزه حل شوه.»
د افغانیو د زړو بانک نوټونو په اړه خلک داسې مهال شکایت کوي، چې په دې لړ کې یوه نیوکه دا ده، چې عام وګړي د پیسو ساتنې ته پام نه کوي او ډېر ژر زړېږي، چې له همدې امله اوس په بازار کې سلګونه زره افغانۍ له چلښته لوېدلي دي.
د راپورونو له مخې پخواني حکومت د افغاني بانک نوټونه په جرمني، فرانسه، بریتانیا او پولنډ کې چاپول خو تراوسه معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به نوي بانکنوټونه څه وخت او په کومو هېوادونو کې چاپ کړي.
