اطلاعات روز: ننګرهار کې پر څارویو یو ډول ناروغۍ لګېدلې، چې مالداران یې سخت اندېښمن کړي دي.
په دغه ولایت کې د کرنې ریاست مسوولین هم مني چې په څارویو کې نوې ویروسي ناروغۍ پیدا شوې او ګڼ شمېر ولسوالیو کې څاروي پرې اخته شوي دي.
د کرنې ریاست د څارویو د روغتیا آمر ډاکټر محمدضمیر بهسودي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا ناروغۍ د غواګانو د پوستکي ویروسي ناروغۍ ده، چې په حیواناتو کې د تبې او پر پوستکي د دانو د راختلو لامل کېږي؛ خو پر دې ناروغۍ د اخته څارویو د مړینې کچه کمه ده.
هغه وايي، دوی له یو شمېر غواګانو نمونې اخیستې او د ناروغۍ د تشخیص په موخه يې مرکز ته استولې دي.
بهسودی زیاتوي: «زیات شمېر څاروي، چې پر دې ناروغۍ اخته دي، تبه، له سترګو د اوښکو راتلل، له پوزو افرازات او پر پوستکي د دانو راڅرګندېدل یې نښې دي، همداراز په ځینو څارویو کې د غاړې او نورو برخو پړسوب هم رامنځته کېږي، چې ان د شل کېدو او د پښو د پړسوب لامل هم کېږي، کرنې ریاست د ځینو څارویو نمونې مرکز ته د تشخیص په موخه استولي او معلومه شوې چې دا یوه نوې او د څارویو د پوستکي ناروغي ده چې د مړینې کچه یې کمه ده.»

د ننګرهار د کرنې ریاست یاد چارواکی وایي، دا ناروغي له ګاونډي هېواد پاکستان رالېږدول شوې او په خبره یې څه موده مخکې د یادې ناروغۍ په اړه په یاد هېواد کې د دې ناروغۍ په هکله راپورونه خپاره شوي وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ننګرهار په ګڼو سیمو کې زیات شمېر څاروي پر دې ناروغۍ اخته شوي، چې دوی يې د درملنې هڅه کوي.
هغه وايي، دا ویروسي ناروغي په ګرمو سیمو کې په څارویو او په ځانګړې توګه غواګانو کې را څرګنده شوې او اغېز يې ډېر دی.
بهسودي زیاته کړه: «ښايي د مچانو، غوماشو د ځانګړو حشراتو او کنو له لارې سرایت وکړي.»
مالداران هم شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې یې په څارویو کې د یادې ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوي او په ځینو سیمو کې خو لا زیات شمیر څاروي له منځه هم وړي دي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو مالدار ریاض احمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له کرنې ریاست د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درملو غوښتنه وکړه.
دی زیاتوي: «مونږ زیاتره څاروي له څه مودې راهیسې په داسې یوې ناروغۍ اخته شوي چې د غواګانو په غاړه د دانو او همدارنګه د بدن په نورو برخو د دانو سبب ګرځي او زیاتره څاروي یې وژلي هم دي، چې له امله یې مالدارنو ته سخت توانونه اوښتي نو غوښتنه کوو چې د یادې ناروغۍ مخنیوی دې وشي.»
روغتیاپالان انسانانو ته د دې ناروغۍ د لېږد په اړه له خلکو د احتیاط غوښتنه کوي. ډاکټران وایي، که څه هم دا ناروغي وژوونکې نه ده خو پر وړاندې وقایه او د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین کول او له حشرانو او ناروغو څارویو د ځان ساتل ضرور ګڼي.
