د هلمند خلک د طالبانو څخه د روغتیايي مرکزونو د جوړیدو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت د کجکي او نوزاد  ولسوالیو اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له نه شتون څخه شکایت کوي.

د دغو لسواليو اوسيدونکي وايي چې په سیمه کې یې هيڅ روغتیايي مرکز نشته او د یوه  عادي ناروغ د درملنې لپاره اړ دي چې مرکز لښکرګاه ،ولايتونو او یا یو ګاونډي هیواد ته ناروغ انتقال کړي.

خلک وايي که د طالبانو حکومت په لېرې پرتو سيمو کې روغتیاي مرکزونه جوړ نه کړې نو د دوی نارغان به د لارو په اوږدو کې هره ورځ ساه ورکړي.

د کجکي ولسوالۍ د زمین داور د سیمې یو اوسېدونکي شرین د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې  په سیمه کې یې یو روغتیایي مرکز هم نشته او دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغه زیاتوي، که یې په سیمه کې روغتیایي مرکز جوړشي، نو دوی به اړ نه وي چې خپل ناروغ لښکرګاه یا نورو  ولایتونو ته ولېږدوي .

دی وایي:«زموږ په سيمه کې هیڅ روغتیایي کلینیک نشته اوس په په دې ګرمه هوا کې په ساعتونو، ساعتونو مزل کوو او خپل ناروغان لښکرګاه ته راوړو زموږ غوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت دې زموږ په سیمه کې روغتیایې مرکز جوړ کړي.»

د هلمند خلک وایي، په خرابو لارو په ساعتونو، ساعتونو مزل کوي تر څو خپل ناروغ تر روغتیایي مرکز پورې ورسوي

د ده په خبره چې د دوی ولسوالۍ ته د روغتیا په برخه کې په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ پام نه دی شوی.

د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عیسی جان بیا وایي چې، د دوی په سيمه کې روغتیایي  کلینیک نشته او ټینګار کوي چې په سیمه کې یې یو لوی روغتیایي مرکز جوړ شي تر څو  دیادې سیمې د اوسېدونکو روغتیایي ستونزې هوارې شي.

ده وویل:«زموږ په سيمه کې هیڅ روغیتایي مرکز نشته نو ځکه دلته بست روغتون ته مو خپل ناروغان راوړي که چیرې هلته روغتیایي مرکز موږ ولرو بیا نو اړتیا نشته چې تر دې ځایه څلور پنځه زره کرایه ورکړو.»

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو په لېرې پرتو سيمو کې عام خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

په همدې حال کې د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید اطلاعات روز ته وویل، چې په تېرو ۵ میاشتو کې  دیاد ولایت  په ځینو ولسوالیو کې ۵۶ روغتیاتي مرکزونه جوړ شوي او د پاتې ۳۰ کلینیکونو لپاره یې وزارت ته وړاندیزونه کړی، چې په جوړولو سره به یې د دغه ولایت د ډیرو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

سعید زیاته کړه:«موږ د موسېساتو په همکارئ په  تېرو ۵ میاشتو کي ۲۹ کلینکونه جوړ کړي دي خو بسنه نه کوي وزارت ته مو تازه د ۳۰ نورو کلینیکونو وړاندیز کړی چې دهغه په منلو سره به په بېلابېلو ولسوالیو کې نوي کلینیکونه جوړ شي.»

دیادونې وړ ده چې، نه یوازې د هلمند لېرې پرتې سیمې له معیاري روغتیایي خدمتونو او تجهیزاتو بې برخې دي، بلکې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې هم هېوادوال له ورته ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه