اطلاعات روز : د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني خوست ولایت ته د سفر پر مهال په یوې راټولېدنه کې ویلي، چې حکومت یې نړیوالو او نړیوال دوی ته محتاج دي.
د هغه په خبره د طالبانو حکومت له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره ډیبلوماتیکو اړیکو جوړولو ته چمتو دی او له کومې امنیتي ستونزې پرته به ورسره مخکې ځي.
د نوموړي په وینا چې له افغانستان څخه به هیڅ کوم هیواد ته امنیتي ګواښ پېښ نه شي او نه به هم مخالفو وسله والو ډلو ته د دې اجازه ورکړي.
هغه وايي: «مونږ له نړیوالو دا تمه لرو چې د افغانستان له اوسني حکومت سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي. بله مسله دا ده چې مونږ نړیوالو او نړیوال مونږ ته محتاج دي، نو ښه دا ده چې یو له بل سره ښیې اړیکې ولرو.»
حقاني همدا راز زیاته کړه، چې په هیواد کې دننه د شته اقتصادي ستونزو د هواري لپاره هم هڅې روانې دي.
حقاني داسې وايي: «مونږ په دې پوهېږو چې اوس افغان ولس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو لکه څنګه مو چې د اشغال په وړاندې مبارزه وکړه او اوس دې ته چمتو یو چې د اقتصادي مشکلاتو حل لپاره هم مټې را بډ وهو، نو تاسو ته ډاډ درکوم چې دا ټولې ستونزې به هوارې شي.»
په همدې حال کې بیا د خوست ولایت اوسېدونکو د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د ولس له غوښتنې سره سم د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د دوی په خبره که حکومت ځوانانو ته په کور دننه د کار زمینه برابره نه شي نو خلک به مجبور شي، چې خپل بچیان په مرګونو لارو بهر ته ولېږي.
له دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست پکتیا ته هم سفر درلود او له خلکو سره یې په بېلابېلو موصوعاتو ناسته کړې وه، که څه هم د طالبانو حکومت افغان ولس ته د شته اقتصادي بهیر د کابو کولو لپاره بار، بار ډاډ ورکړی خو روان وضعیت ته په کتو دغه حالت نور هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دی.
