ننګرهار کې د کرونا ضد واکسین یو میاشتنی کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د واکسین یو میاشتنی کمپاین پیل شو.

د دغه ولایت روغتیایي چاروکي وایي، چې د پېل شوي کمپاین لپاره یې ۸۴ ټیمونه ګمارلي، چې مېرمنې هم په کې شاملې دي.

 ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمدافتاب نن (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) د یاد کمپاین د پرانیستې پرمهال وویل، چې دې کمپاین کې به پنځه لکه کسانو ته واکسین تطبیق شي.

افتاب زیاته کړه، تطبیق کېدونکي واکسین « جنانسن ایند جانسن» دي، چې په وینا یې ګمارلي ګرځنده ټیمونه به جومات په جومات ګرځي، تر څو ټول خلک له دې واکسین برخمن شي.

هغه له خلکو غوښتنه کوي چې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه واکسین وکړي.

که څه هم روغتیایي چارواکي وایي، اوس وخت ننګرهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کې کموالي راغلی خو لا هم کرونا جدي ګواښ بولي.

د دغه ولایت د کتلوي معافیت امر حکم خان ګلابزي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د کرونا واکسین دې تطبیق کړي. 

ننګرهار مېشتي د کرونا واکسين د کمپاين له پيل خوښ دي او غوښتنه کوي، په دغه کمپاين کې بايد خاص او عام په پام کې ونه نيول شي او ټولو خلکو ته يو شان واکسين وکړي.

د جلال اباد ښار یو اوسیدنکی خاکسار احمد وایي، تېر ځل چې ننګرهار کې د کرونا د واکسين کمپاين پيل شوی و، هغو خلکو ته چې واسطه يې نه درلوده په اسانۍ نوبت نه رسېده.

اخوا روغتیایي چارواکي وایي، چې دا عام پروګرام دی او له کوم تبعيض پرته به ټولو خلکو ته يو شان ترسره شي.

کويډ۱۹ يا کرونا ناروغي چې د ۲۰۲۰ کال پر مهال په چين کې پيدا شوه، په ډېرې چټکۍ سره يې ټولې نړۍ ته لار پيدا کړه او د سلګونه زره انسانانو ژوند يې واخېست.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه