تېره یوه اونۍ خوست او پکتیا کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: تېره یوه اونۍ د خوست او پکتیا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

د یادو ولایتونو د روغتيايي مسوولینو په وینا چې په خوست کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۲ او پکتیا کې هم ۲۰ کسانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت د ملکي روغتون ریس ډاکټر سید انور اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۰ نور په کې ټپیان دي.

د هغه په خبره چې ځینې ټپیان له درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت روغتیايي مسوولین هم د لوی اختر د ورځو پر مهال ترافیکي پېښو د قربانیانو کره شمېر له اطلاعات روز سره شریک کړ. د دغه ولایت د حوزوي روغتون ریس نعمت الله زهیر وویل، چې د رامنځته شویو پېښو له امله ۲۰ ټپیان لري خو تر اوسه یې له کبله مړه شوي نه دي.

زهیر وايي: «پکتیا کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو له امله تر ۲۰ پورې ټپیان لرو، چې خوشبختانه مړینه په کې نشته او په ټبیانو کې ۱۷ نارینه او درې ښځې شاملې دي. مونږ  ته یاد ټپیان له مرکز ګردېزه او ختیځو ولسوالیو د درملنې په موخه راوړل شوي و، چې بعضې په کې سر سري ټپیان و.»

د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي د رامنځته شویو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي او وايي، ځینې ځوانان د تېز رفتارۍ له امله له دا ډول پېښو سره مخ شوي دي.

له پکتیا او خوست وروسته د سویل ختیځ زون په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې هم د ترافیکي پېښو پر مهال د لسګونه کسانو د مرګ، ژوبلې خبر ورکړل شوی، خو له زیاتو هڅو وروسته هم د دغو  ولایتونو د مسوولینو نظر په اخیستلو بریالي نه شولو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه