اطلاعات روز: ننګرهارکې د پوهنې ریاست بېلا بېلو علمي او ښوونیزو بنسټونو سره په ګډه د رضاکاره ښوونکو د ګمارنې کمپاین پیل کړ.
د دې ولایت د پوهنې رییس حسیب الله شینواري له اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی اوسمهال د ننګرهار په ټولو ښوونځیو کې شاوخوا اووه زره ښوونکو ته اړتیا لري.
د شنیواري په خبره د همدې ستونزې د حل په موخه د دوشنبې په ورځ د څلورو تعلیمي ادارو او مدني ټولنو ترمنځ د پوهنې له ریاست سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. شینواری زیاتوي: «نن د ننګرهار پوهنې ریاست او څلورو مدني ټولنو او ښوونیزو مرکزونو سره په رضاکاره ډول د ښوونکو د ګمارنې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.»
د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ژمنه وکړه چې په خپل شخصي لګښت به یوه ښځینه ښوونکې په یوه ښوونځي کې پر دنده وګماري.
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې په رضاکاره ډول د ښوونکو په ګمارل کیدو سره به تر ډیره په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.
د هغه په خبره د جمهور رییس له لوري ننګرهار سره د دوه زره نویو ښوونکو د ګمارل کیدو ژمنه شوې چې په راتلونکې کال کې به یې د استخدام پروسه پیل شي. شینواری وایي: «زه هیله من یم چې په رضاکاره ډول د ښوونکو په ګمار کیدو سره به د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي او جمهور رئیس د دوه زره نورو ښوونکو وعده هم کړې چې راتلوونکی کال به وګمارل شي.»
په همدې حال کې د مدني ټولنې غړی عزیزالله عزیز هم په ښوونځیو کې د رضاکاره اشر له پیلیدو خوښ دي او ډاډ ورکوی چې په پوره توان به په دغه پیل شوي پروګرام کې برخه اخلی.
غزیز زیاتوي: «کوم اشر چې پیل شوی مونږ په خپله هم په دې پروګرام کې ګډون کوو او له نورو ځوانانو هم غوښتنه کوو، چې راشي او له مونږ سره په دې ښوونیز پروګرام کې ګډون وکړي.»
په دې کمپاين کې ګڼو ننګرهاري ځوانانو د ګډون رضایت ښودلی. دوی په ټولنيزو رسنیو کې په ټینګار سره لیکلي چې حاضردي څو په رضاکاره ډول خپلو هېوادوالو ته تدریس وکړي.
