طالبان: مولوي سردارولي ثاقب د یوه ورغلي میلمه لخوا وژل شوی دی

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، شیخ سردارولي ثاقب د یوه تن ورغلي میله لخوا په چړو وهل شوی او وژلی یې دی.

مجاهد په خپل تویټر لیکلي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د شیح سردارولي د قاتل په لټه کې دي چې ژر به یې پیدا او د «شریعت» منګلو ته به یې وسپاري.

نموړی زیاتوي: « شیح صاحب سردارولي له اسلامي امارت سره بیعت کړی کړی و، د امارت مخالفت یې بغاوت باله او د فتنه ګرو مخالف و.»

د طالبانو ویاند دا نه دي ویلي چې یاد دینې عالم د چا لخوا وژل شوی خو زیاته کړې یې ده چې د هغه وژل د هغو مفسدو عناصرو کار دی چې «غواړي مسلمانان په خپل منځ کې سره بد ګمانه او په فتنو اخته کړي.»

ورته مهال کابل کې د وژل شوي ديني عالم شيخ سردارولي ثاقب د جنازې مراسم نن (پنج‌شنبه، ۲۳ د چنګاښ) د جلال اباد ښار په اول ګل مجاهد لوبغالي کې ترسره شول.

د وژل شوي ديني عالم جنازې مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون درلود، د کورنۍ غړي يې وایي، چې هغه تېره ورځ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټې‌سنګي سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا د چړو په وسیله وژل شوی او قاتلين يې په تېښته بريالي شوي دي.

د وژل شوي دیني عالم ورور محمد ولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې کورنۍ يې له هيڅ چاسره شخصي دوښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې ورور یې د چا له خوا ووژل شو.

د شیځ سردار ولي د جنازې مراسم چې نن په ننګرهار کې ترسره شول

نوموړی د طالبانو له اوسني حکومت څخه غواړي د ورو قاتلین یې پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

ورته مهال يو شمېر ديني عالمانو هم رامنځ ته شوې پېښه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل چې حکومت دې د دا ډول پېښو رامنځ ته کېدو مخنيوي ترڅنګ د ديني عالمانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 دیني عالم مولوي بیان الله حمید له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته د دا ډول پيښو ترسره کېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې د وژل شوي ديني عالم قاتلين ژر تر ژره پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

حمید زیاته کړه:« مونږ د طالبانو له حکومت غواړو چې د دیني عالمانو قاتلین دې ونیسي او هر څوک چې غواړي دیني عالمان ووژني باید د طالبانو اوسنی حکومت یې مخنیوی وکړي او په دې برخه کې باید جدي اقدمات ترسره شي ځکه په تیرو څو میاشتو کې زیات دیني عالمان وژل شوي او قاتلین یې نه دي نیول شوي.»

اخوا د ننګرهار استخباراتو رياست مسوولين هم په شوې پيښه انديښنه ښيي او زياتوي چې دا ډول کړنې د هيواد ورانکاري خلک د مذهبي تفرقو اچولو په موخه ترسره کوي چې دوى به يې پروړاندې جدي اقدام وکړي.

مولوي سردار ولي ثاقب د ننگرهار ولایت خوگیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو او په مرکز جلال اباد نارنج باغ کې د یوې لویې دیني مدرسې دارالعلوم تعلیم القران والسنة مهتمم و، او په یاد ولایت کې د اهل حدیثو د علماوو له جملې څخه مشهور دیني عالم او په خلکو کې یې ډیر شهرت درلود.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، پيښه یې تر جدي پلټنو لاندې نيولې چې تر بشپړیدو وروسته به يې جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه کومې ډلې د مولوي سردارولي ثاقب د وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې طالبان په هېواد کې د سلفي علماوو پر وژلو تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه