پکتیا کې د نېزه بازۍ لوبې بیا ژوندي کولو هڅې پیل شوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د «د امن اختر» تر نوم لاندې د نېزې وهلو دوه ورځنۍ سیالۍ پېل کړي چې موخه یې د یادې لوبې ژوندي کول بلل کېږي.

په تېرو څو کلونو کې دغه پخوانۍ لوبه د ورکېدو حالت ته رسېدلې وه، چې لامل یې د اړونده ادارو نه پاملرنه او د ځینو بهرنیو لوبو رایج کېدل و.

که څه هم د دغې لوبې د بیا راژوندي کولو لپاره هڅې پیل شوي خو د مناسب ځای او د لوبغاړو د اقتصادي ستونزو له امله لاهم په لویه کچه سیالۍ نه ترسره کیږي.

د نېزې وهلو لوبې یو تن لوبغاړي سرور اکا اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د شته اقتصادي ستونزو له امله د خپلو اسونو د روزنې مصارف هم نشي پوره کولی.

نوموړی وايي، د طالبانو د حکومت په لومړنیو کې ورسره ژمنه شوې وه، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کوي خو تر اوسه په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.

هغه وویل: « د نېزې وهلو لوبه اوس هم داسې حالت ته نه ده راګرځېدلې چې د ورزش د ریاست پام را واړوي. تاسو باور وکړئ چې زه په ډېرو کمو امکاناتو خپل اس ساتم او روزنه یې کوم.»

د دغې لوبې یو بل لوبغاړي فیروزخان بیا په اړونده ورزشي آمریت نیوکه کوي چې له بار بار غوښتنو وروسته یې بیا هم ستونزو ته رسېدنه نه دی کړې.

هغه وویل، په پکتیا کې د مناسب لوبغالي نه موجودیت او د ځینو نورو اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې د نېزه بازي لوبه ورکه او لوبغاړي خپل اسونه خرڅ کړي.

د پکتیا ولایت د ورزش آمریت مسوولینو په تېر کې ژمنه کړې وه چې په پکتیا کې به د نېزې وهلو لوبې ته ځانګړې پاملرنه کیږي او د بیرته راژوندۍ کولو په موخه به د لوبغاړو ستونزې حلوي.

یاده دې وي چې د آمن اختر تر نوم لاندې په پیل شویو سیالیو کې ۴۰ د نېزې وهلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه