اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هاوان ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ټپي شوی دی.
د ننګرهار له پاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن (چهارشنبه، ۲۲ د چنګاښ) غرمه مهال د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردهي» کلي کې پر یوه لس کلن هلک د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه کړې ده.
هغه وویل، دغه ماشوم په سیمه کې د هاوان مرمۍ پیدا کړې او لوبې یې پرې کولې خو مخکې له دې چې مشران ترې خبر شي مرمۍ چاودلې او ماشوم یې ټپي کړی دی.
نوموړی وایي، چې ټپي شوی ماشوم یې د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړی دی.
د ننګرهار اوسېدونکي اندېښنه ښیي چې د دغه ولایت په ډېری سیمو کې لا هم ځمکني ماینونه او ناچاوده توکي پاتې دي چې باید له منځه ولاړ شي تر څو د خلکو د مرګژوبلې لامل نه شي.
