اطلاعات روز: د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر محمد عمر اسوزاده وايي، افغانستان لا هم د خپلې وارداتي برېښنا پور نه دی پرې کړی.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (۲۱ د چنګاښ) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د افغانستان برېښنا شرکت خپل پورونه په تدریجي ډول ادا کوي. هغه د افغانستان د پور اندازه نه ده په ډاکه کړې.
هغه زیاته کړې، تاجکستان اوسمهال افغانستان ته هره ورځ په ساعت کې نهه میلیونه کیلو واټه برېښنا صادروي.
د اسیا پلس د راپور له مخې، د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر د روان کال په جنورۍ میاشت کې خبر ورکړی و چې افغانستان د برېښنا د وارداتو له درکه د دغه هیواد ۳۳ میلیونه ډالر پوروړی دی.
هغه مهال د افغانستان برېښنا شرکت ژمنه کړې وه چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې به تاجکستان ته د خپلې برېښنا پورونه ورکړي.
د معلوماتو له مخې تېر کال تاجکستان افغانستان ته د ۵۶،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا صادره کړې ده.
افغانستان تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي برېښنا تکیه لري.
د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه تل په ګرمو او سړو موسمونو کې د برېښنا له کمښت سره مخ وي. د کال په دغو دوو فصلونو کې د افغانستان د پلازمېنې برېښنا په نوبتي شکل ویشل کېږي.
