پکتیکا کې سلګونه بې ځايه شويو کورنيو ته د ۲۳ ميليونه افغانيو مرسته ورکړل شوه

اطلاعات روز: سيمه ييز مسوولين وايي د پکتيکا ولايت ۸۶۰ بې ځايه شويو کورنيو سره د شاوخوا ۲۳.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د غير خوراکي توکو او نقدي پيسو مرسته وشوه.

د دې ولايت د سکتور رييس واصف الله واصفي وويل چې دا کورنۍ د ټاکل شوې کمېټې د سروې پر اساس سروې او په نښه شوې، چې د ORD موسـسې لخوا ور سره مرسته وشوه.

واصفي زياته کړه چې د پکتيکا ولايت ډېری اوسېدونکي بېوزله او د جګړو سربېره د سوړ ژمي له امله له سختو ستونزو سره مخ او زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

نوموړی وايي:«دا مرسته به په پوره شفافيت او زموږ او همکارانو تر څار لاندې مستحقو کسانو ته ووېشل شي. د پکتيکا ولايت له بېوزلو کورنيو سره د مرستو جذبولو په هڅه کې يو او د دولتي سربېره له غير دولتي نهادونو په دې برخه کې د توجه غوښتنه کوو.»

د ORD موسـسې استازي محمدعالم وويل چې دا ۸۶۰ کورنۍ د مرکز ښرنې، زرغون ښار او جانيخېلو ولسواليو څخه بې ځايه شوې او د جګړو يا طبيعي پېښو له امله ترې خپل کورونه او سيمې پاتې دي.

عالم وايي:«دې کورنيو ته د ژمي لپاره د ګرمولو جامې، کمپلې او جمپرونه او هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي ورکړل شوې.»

د مرستو تر لاسه کوونکې کورنۍ په دې اړه خوښي ښيي او وايي چې د کره سروې پر بنسټ دې ټولې بې ځايه شوې او اړمنې کورنۍ مشخصې شي.

د دوی له ډلې ادريس وويل چې د جګړو له امله له جانيخېلو ولسوالي څخه مرکز ښرنې ته راکډه شوي او دلته د بېوزلي سربېره د ژمي سختې شپې، ورځې تېروي.

نوموړی اوږدو ژمي ته اندېښمن دی او وايي چې دولت دې د سولې يا ځواک له لارې ګڼ نفوسه سيمې امن کړي، تر څو بې ځايه شوي خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه او استوګن شي.

د جان ولي په نوم يو بل تن وويل چې په مرکز او ولسواليو کې لا هم واقعي اړمن کسان شته، چې بايد پام ورته وشي.

ولي وايي:«موږ په دې خوشاله يو چې هر کس ته په خپل لاس د هغه حق او مرسته ورکول کيږي؛ ځکه که دا د بل چا په لاس ورکړل شي، نو بيا شايد يا بيخي ورته ونه رسيږي او يا به ورڅخه کمه شي.»

په پکتيکا ولايت کې نه يوازې بېوزلې او داخلي بې ځايه شوې کورنۍ شته، بلکې په برمل ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د جبر له امله له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه هم راکډه شوې سلګونه کورنۍ ژمنيو مرستو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه