اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولین وايي، چې د دې ولايت په باغران ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۹۰ تنو ته رسیدلی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، یوازې تېره ورڅ ۸۰ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
دی زیاتوي په اخته شویو کسانو کې تر اوسه ۱۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راشد په خبره چې هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا د ريیس په ګډون لسګونه ډاکټران يادې ولسوالۍ ته تللي ترڅو وضعيت کنټرول او د کولرا ناروغۍ د لا خپریدو مخه ونيسي.
کولرا يوه بکترياوي ناروغي ده کوم چه د ناپاکه اوبو او ناپاکه غذا د خوړلو وروسته را پیدا کېږي.
