یو هلمندی ځوان د هیواد ولایتونو ته پر بایسکیل د سولې پیغام لیږدوي

اطلاعات روز: یو هلمندي ځوان « نور جګړه نه غواړو» تر عنوان لاندې له کابل څخه د هیواد ګڼو ولایتونو ته پر بایسکیل سفر پېل کړی او خلکو ته د سولې پیغام رسوي.

مالک همدرد چې اصلي د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي، د کورنۍ غړي او ورونه يې په تيرو جګړو کې له لاسه ورکړي او اوس نه غواړي چې یو ځل بیا په هیواد کې د جګړې اور ګرم شي او هیواد وال مو ووژل شي.

هغه وايي، له کابل څخه یې ګڼو ولايتونو ته پر باسيکل دغه پیغام ليږدولی چې «نور په هېواد کې جګړه نه غواړي» او زياتوي چې د کابل او هلمند پر لاره پراته ولایتونو ته یې هم خپل پیغام رسولی دی.

عبدالمالک د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې  له جګړې کرکه کوي او دغه سفر یې د تېرې روژي میاشتي د ۲۰مې نېټې څخه پېل کړی چې تراوسه یې دغه پیغام د افغانستان شمالي او ګڼو نورو سيمو  ته پر باسيکل رسولی دی.

د ده په خبره، په تېرو وختونو کې یې د جګړې دريدو په هدف له هلمند څخه تر کابل پورې پلي تګ هم کړی دی.

په ورته مهال هغه کسان چې د عبدالمالک سره پر لويه لار مخامخ کيږي د نوموړي دغه اقدام ستايي او زياتوي چې ټول افغانان د جګړو څخه ستړي شوي او دوی هم نور په هېواد کې جګړه نه غواړي.

دميدان وردګو او غزنې ولايتونو دوه اوسيدونکي وايي ټول افغانان دې سره يو موټی شي او جګړه دې نور نه کيږي.

دوی د طالبانو پر حکومت هم غږ کوي چې د جګړې لامل دې ختم کړي او هغه څه دې وکړي چې افغانان يې غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې بیا له هلمند څخه څو نور کسان کابل ته په پښو په دې موخه تللي وو چې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړي چې بیروزګاره کسانو ته کاري زمينه برابره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه