اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت د معروف ولسوالۍ په دوو جلا سیمو کې یې پاکستان هیواد ته د ۷۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو د البدر قول اردو وياند مولوي نذير احمد شکيب وایي، ګاونډ پاکستان هېواد ته يې د ۷۵۰۰ پسونو د قاچاق مخنيوی کړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د دې پسونو د قاچاق په تور يې شل تنه نيولي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
دی وايي، د پسونو دغو قاچاق کوونکو د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان هېواد له يوه کرنل سره تفاهم ته رسېدلي وو ترڅو د جال له خلاصېدو سره يو وخت پسونه ياد هېواد ته انتقال کړي، خو په وينا يې چې د طالبانو له لوري يې مخه نيول شوې ده.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان استازي پریکړې ته رسیدلي وو چې له افغانستان به پاکستان ته ۴۰ زره پسونه په قانوني ډول وړل کېږي خو یاده پریکړه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.
