ارزګان کې يوه سپین ږیري په شخصي لګښت سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړې

اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترینکوټ کي یوه عمر خوړلي ښوونکي د خپلې سیمې سلګونه هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمينه برابره کړې او هره ورځ کابو ۲۵ کېلومتره مزل وروسته دې مرکز ته ځان رسوي.

۶۵ کلن متقاعد ښوونکی غوث الدین جلالزی د ترینکوټ اړوند د «بلوڅي» سیمې اوسیدونکی دی، کوم ځای چې پکې تر درې زرو زیاتې کورنۍ استوګنې دي او د زده کړو لپاره یو ښوونځی هم نه لري.

نوموړی وایي، د دې سیمې څو نسلونه په پرلپسې توګه له تعلیم څخه بې برخې شوي او په ټوله علاقه کې یو باسواده کس نه لري.

جلالزی زیاتوي، دوه میاشتې وړاندې یې هڅې پېل کړې چې د سیمې د راتلوونکي نسل د روزني لپاره یو مرکز پرانیزي او په دې اړه یې د یوشمېر نورو خلکو سره تر سلا، مشورو وروسته هلکانو او نجونو ته لومړنۍ زده کړې پېل کړې.

د ده په وینا، په دې مرکز دا مهال څه باندې دوه سوه زده کوونکي زده کړې کوي چې ۷۰ یې نجونې دي.

په دې ښوونیز مرکز کې د هلکانو ترڅنګ ۷۰ نجونې هم زده کړې کوي

هغه وایي، د دې مرکز د پرمختګ لپاره اوس کلېوالو هم ورسره لاس یو کړی او په ټوله کي هڅې پېل شوي چي د هغوی د سیمې لپاره له مسوولینو څخه د ښوونځيو د جوړېدو پر لپسې غوښتني وشي.

د ده په خبره:«اوس د زده کړو دا بهېر د کلي په یوه کرایه کور کې، د څلورو نورو ښوونکو په مرسته په داسې حال کې مخې ته وړو، چې د کتابونو ترڅنګ، فرشونه، تختې او نور لوازم مو ښارکې له دوکانداران په قرض ترلاسه کړي دي او د پېسو د ورکولو توان هم نه لرو. په دې مرکز کې موږ د ښوونځي د لومړي ټولګي د کتابونو تدریس پېل کړی او پکې دوه سوه زده کوونکي چې اویا تنه یې نجوني دي په زده کړو بوخت دي.»

د بلوڅي د سیمې اوسیدونکي هم خوښ دي چې اوس یې د راتلوونکي نسل د تعلیم لپاره یوه کوچنۍ هڅه پېل شوې او هېله لري چي دا لړۍ دوامداره او پراخه شي.

د سېمې یو اوسیدونکی محمد الله وایي، که د پوهنې ریاست د هغوی د سیمې لپاره ښوونځی منظور کړي، نو هغوی مخکې تر مخکې ورته د شخصي ځمکې د ورکړې پریکړه کړې او په دې موخه یې یو نیم جریب ځمکه وقف کړې.

د سیمې اوسیدونکو هم د سپین ږیري ښوونکي سره لاس یو کړی او غواړي چې اولادونه یې زده کړې وکړي

هغه وایي، اوس مهال د سیمې د یوه ښوونکي په مرسته سلګونه هلکان او نجونو ته د زده کړې زمینې برابرېدو هغوی خورا خوشحاله کړي، چې نه یوازې خپل ماشومان دې مرکز ته لیږي، بلکي د دوی سره چې هر ډول مرسته یې توان کي وي کوي یې.

دغه کلیوال وایي:«موږ زيات خوشحاله يو چې دلته زموږ د ماشومانو لپاره د زده کړې زمينه برابر شوې غوښتنه کوو چې حکومت هم دغه سيمې ته پام وکړي موږ به ورته د ښوونځي د ودانۍ لپاره ځمکه هم په واک کې ورکړو.»

دې ښوونیز مرکز کې په زده کړو بوخت ماشومان هم خوشحاله دي چي هغوی ته د زده کړو زمېنه برابره شوې.

دغه زده کوونکي  غوښتنه کوي چې د دوی په سيمه کې دې نجونو او هلکانو لپاره  ښوونځی جوړ شي ترڅو د لېرې پرتو سيمو ماشومان هم زده کړې وکړي.

دوی زياتوي، قرطاسيه او نور اړين تدريسي مواد په خپل شخصي لګښت اخلي او د سيمې ټول ماشومان دا مهال په دغه مرکز کې په زده کړو بوخت دي.

په اړه يي زده کوونکي وايي:«موږ مخکې زده کړو ته لاس رسی نه درلوده اوس هره ورځ دلته راځو او زده کړې کوو ډير څه مو زده کړي باید حکومت لېرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي دغه اوس چې موږ زده کړې پکې کوو کتابچي، قلمونه او کتابونه مو ټول په شخصې لګښت اخيستي ځکه نه دولت او نه هم کومې موسېسې په دې برخه کې مرسته کړې ده.»

دغه ښوونیز مرکز کې په زده کړو بوخت هلکان خوشاله دي خو وایي چې د دولت لخوا ورته تر اوسه هیڅ اسانتیا نه ده برابره شوې

ارزګان کې د طالبانو د پوهني ریاست هم مني چي د مرکز ترینکوټ اړوند په یوشمېر سیمو کي د کلونو راهیسې ښوونځي او یاهم د زده کړو دولتي مرکزونه نشته چې له امله یې خلک له زده کړو بې برخې شوي دي.

د پوهني رياست مسوولين زياتوي چې د بلوڅي سيمې ترڅنګ په ډيرو نورو سيمو کې هم زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی نه لري.

په ارزګان ولايت کې د طالبانو د پوهني رياست ریيس مولوي حقنما اطلاعات روز ته وويل نه یوازې دا سیمه چې د ښوونځي له نعمت څخه بې برخي دي، بلکې د ارزګان زیاتو سیمو کي همدا ستونزې شته او هڅه کیږي چي ژر تر ژر ورته حل لاره پېدا شي.

هغه وايي:«موږ به دې ښوونیز مرکز سره تر خپل توانه مرسته وکړو او مرستندویه ادارې به هم وهڅوو چې په زده کړو بوخت ماشومانو سره مرسته وکړي.»

ارزګان کې دامهال ۳۱۵ ښوونځي شته چې ۳۲ هغه ښوونځي چې کلونه د جګړو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي وو اوس بېرته پرانېستل شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په شخصي هڅو د زده‌کوونکو لپاره د علم دروازې پرانیستل شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو یوه مرستندویه اداره وایي چې د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هېوادونو کې په تېرو شپږو کلونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې ښوونځي ته له تلو محروم شوي، نژدې درې برابره زیات شوي او ۲۲۲ ميلیونو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یو ميلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه