پکتيکا پوهنتون ته دوه نوي پوهنځي او ودانۍ یې منظور شوي

اطلاعات روز: ولايتي چارواکي وايي چې پکتيکا پوهنتون ته دوه نوي پوهنځي او د دې پوهنتون د احاطې دېوال منظور شوي او د راتلونکي کال له پيل سره به يې ودانيزې چارې پيل شي.

د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکنی وايي چې د يادو پوهنځيو زياتېدو سربېره د دې پوهنځيو ودانۍ هم منظورې شوې دي.

څمکنی وايي چې د دې سربېره په ياد پوهنتون کې په ۱۲۰ ميليونه افغانۍ د انجونو لپاره د دوه پنځه پوړيزه ودانيو جوړېدو چارې هم شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي، چې ور سره به د انجونو د استوګنې ستونزه په بشپړ ډول حل شي.

نوموړي زياته کړه: «د زراعت پوهنځي د ودانۍ کارونه تکميل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې. دوه پوهنځي له ودانيو سره منظور شوي چې شاوخوا ۹۰ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي او د احاطې دېوال يې هم؛ له دې سره به د پکتيکا پوهنتون نور هم پرمختګ وکړي.»

 د پکتيا ولايتي شورا او خلک هم پر پکتيکا پوهنتون د زياتې پانګونې ټينګار کوي او وايي چې د زده کړو د ياد ځای پرمختګ او ښه والی دې سيمې ته نوی روښانه هويت ورکوي.

د يادې شورا غړی بابري وايي د پوهنتون د داخل سړکونه، کتابتون، لابراتوار، پلې لارې او سرسبزي برخه کې زيات کار ته اړتيا ده او د ولايت مقام سربېره د لوړو زده کړو د ادارو جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

نوموړي وويل: «پوهنتون د ټولو کار دی او د ټولو مسوليت دی چې ښه والي او پيشرفت ته يې کار وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې د پکتيکا پوهنتون پيشرفت ته د اړينو کارونو لپاره بوديجه او نور امکانات برابر شي او په دې برخه کې د دولتي ادارو سربېره مربوطه غيردولتي بنسټونه هم مسوليت ادا کړي.» 

د مرکز ښرنې اوسېدونکی خالد مسافر وايي چې پکتيکا پوهنتون ښه پرمختګونه لرلي او که معياري کېدو او کيفيت لوړېدو ته يې منظم کار وشي، دا ځای به د معياري لوړو زده کړو په يو ښه مرکز بدل شي.

مسافر وويل:«څو کاله مخکې موږ پوهنتون نه درلود، خو پوهنتون او نن سلګونه او زرګونه محصلين شته، دا خوشالۍ خبره ده، خلک خوښ او همکار دي او وزارت او نورو مسول کسان بايد زياته توجه وکړي.»

د پکتيکا پوهنتون استاد عبدالله مير وايي چې پوهنتون کې د درسي اسانتياوو، نښلول کېدو او اسانتيا لپاره د يادو چار سربېره IT مرکز او برېښنا ته هم جدي اړتيا ده.

دمګړۍ د پکتيکا پوهنتون په دوه پوهنځيو کې شاوخوا ۲۰۵۰ محصلين زده کړې کوي، چې د انجنيري او اقتصاد پوهنځيو په منظوري سره به د پوهنځيو او تحصيلي څانګو سربېره د محصلينو شمېر هم زيات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه