افغان مسافر: پاکستاني پوله ساتي مو د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ په دروازه کې ربړوي

اطلاعات روز: پاکستان چې ډېر کله یې د افغان مسافرو او ملي سوداګرو پر وړاندې ناسم لوری خپل کړی، په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ له لارې پر پوله د افغان مسافرو ځورونه ډېره کړې ده.

په دغه لاره تلوونکي مسافر وايي، پاکستان ته د تګ پر مهال د قانوني اسنادو په درلودلو سره بیا هم د پاکستاني پوله ساتو له لوري په یو او بل نوم ځورول کیږي او ډېر کله له مقابل لوري ورسره ناوړه برخورد کیږي.

د دوی په خبره چې په تېرو څو اونیو کې د افغان مسافرو د اخ ډب ګڼې پېښې رامنځته شوي او لاهم هره ورځ دغه وضعیت دوام لري.

د نور الله په نوم د پکتیا ولایت د زرکت ولسوالۍ اوسېدونکي چې د درملنې لپاره یې پاکستان ته د پټان له لارې ناروغان انتقالول اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې څو ورځې وړاندې له یو سپین ږیري شخص سره پاکستاني پوځیانو فزیکي برخورد و کړ او نوموړی یې د ټوپک شپېلی په وار سره ټپي کړ.

د هغه په خبره چې دغه شخص قانوني اسناد هم په لاس درلودل او له پولې یې د اوښتو لپاره انتظار کاوه.

خلک وایي، پاکستاني پوځيان موږ د نا معلومو دلایلو له مخې ځوروي په داسې حال کې چې زموږ سره قانوني اسناد په لاس کې وي

هغه په دې اړه وايي: «دلته ما هم خپل ناروغان راوړي دي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې خپل نوبت ته انتظار کوم دلته مونږ چې پاکستان ته ځو له دوو ستونزو سره مخ یو، یو دا چې اول خو دلته د تګ لپاره د ټوکن ترلاسه کول خورا ستونزمن دي او بل د پنجاب عسکر دومره ظلم کوي چې انسان یې یادولی نه شي.»

د ډنډپټان له لارې پاکستان ته د تګ لپاره هره ورځ سلګونه کسان انتظار کوي، خو یاد هیواد ته د ورځې یوازې ۱۰۰ کسان پرېښودل کیږي.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي عادل منګل چې له څمکنیو تر پاکستان دروازې سوارلۍ موټر چلوي د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «شاوخوا لس ورځې وړاندې له یو افغان ځوان سره چې ماشومان هم ورسره و  د پاکستاني پوځیانو له لوري دومره وډبول شو، چې په کالیو یې وینې را روانې وې او ښځې ماشومانو یې ورته په چیغو چیغو ژړل. دا اوله پېښه نه ده، دلته هره ورځ پاکستاني پوځیان افغان مسافرو ته پېغورونه ورکوي چې په کومو سترګو زمونږ خاورې ته راځئ.»

د ډنډپټان ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک وزیر خان بیا د دې ستونزې د دایمي حل غوښتنه کوي، هغه وايي طالبان دې له مقابل لوري سره خبرې وکړي تر څو د افغان مسافرو د ځورونې لړۍ ودریږي.

خان وویل: «مونږ له تېرو شلو کلونو راهیسې له دغې ستونزې سره مخ یو، په تېر حکومت کې هم ورته ستونزه وه چې افغانان به یې پر پوله ځورول او فزیکي برخورد به د پاکستاني پوځیانو له لوري ورسره کېده او اوس خو بیخي دغه ستونزه ډېره شوې. زما په نظر چې د دغه مشکل د حل لپاره باید طالبان له مقابل لوري سره خبرې وکړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزي اطلاعات روز ته د افغان مسافرو د ځورونې پېښو ډېرېدو ادعا رد کړه، هغه په لیکلي پیغام کې ویلي چې اوس مهال دواړو غاړو ته د افغان مسافرو تګ، راتګ په نورمال ډول دوام لري.

له پاکستان سره د تګ، راتګ پر مهال رامنځته کېدونکې ستونزې یوازې د پټان په دروازه نه دي بلکې د هیواد په سپین بولدک، د پکتیکا په انګور اډه، د خوست غلام خان او د ننګرهار په تورخم کې هم ورته مشکلات موجود دي، چې د نارینه‌و ترڅنګ د افغان مېرمنو د ځورونې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه